هلمند: د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په چاپه کې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۳ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه مختصره خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د نهرسراج په یخچال سیمه کې تېره شپه رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا پر ځمکه دولتي ځواکونه وه خو د بهرنیانو هوايي ملاتړ ورسره وو. او زیاته یې کړه چې دولتي ځواکونو په سیمه کې د شپې ناوخته د خلکو په کورونو کې تالاشي وکړه، دوکانونه یې چور کړل او د ۷ عرادې موټر او موټرسایکلان یې هم وسوځول.

د نوموړي په وینا په دغه چاپه کې ۲ ماشومان، ۶ تنه ملکي بې دفاع کسان ووژل شول او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ کسان نور ژوبل شول.

د سیمې اوسیدونکو هم رسنیو ته د پيښې تایید کړی دی اوی ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو د کورونو دروازې په بمونو والوزولې او د یو شمېر نقلیه وسایطو د تخریب تر څنګ یې دوکانونه او له کورونو قیمتي توکي هم چور کړي دي.

تر اوسه پوري دولتي چارواکو په ځانګړي ډول ددې چاپې په اړه څه نه دي ویلي خو د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددوی په عملیاتو کې ۲۴ تنه مخالفین وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې د هلمند تر څنګ د یو شمېر نورو ولایتونو یادونه هم شوې ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د