د پاکستان نیول شوی سرحدي عسکر

خوست: د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): نن د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ وسلواله جګړه را منځته شوه چې له امله یې درنه مرګ ژوبله هم را منځته شوې.

د پاکستان د پوځ ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په روانه جګړه کې ددوی دوه تنه سرحدي عسکر ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی پر ځواکونو هغه مهال د افغانستان له خوا برید وشو کله چې هغوی د اغزن تار غځولو لپاره د سیمې معاینه کوله.

او زیاته یې کړه چې د جګړې د ختمولو لپاره دوی د افغان پوځي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

بلخوا د افغانستان اړخ ته چارواکو او سیمه ییز خلکو ویلي چې تر اوسه یې په جګړه کې شپږ تنه پاکستاني عسکر وژلي دي، ۳ تنه یې ټپيان او ۴ یې ژوندي نیولي دي.

د خوست سرپرست امنیه قومندان عبدالحنان رسنیو ته د یوه سرحدي پولیس او یوه محلي پولیس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ددې تر مخه نوموړي ویلي وه چې د ځاځي میدان د جنډو غره او نازو غره ته پاکستاني ملیشې را پورته شوې چې د قومي خلکو او سرحدي پولیسو د ممانعت سره مخ شوه چې له امله یې دوی ډزې پیل کړې او په ترڅ کې يې جګړه را منځته شوه .

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا نیول شوی عسکر خو داسی بشاش او خوښ ښکاری لکه ده چه د مقابل طرف عسکر نیولی وی.
د دوهم عکس په هکله:
کاشکی خو بشریت دا تور او خبیث څیز ( توپک)نه وای اختراع کړی.دا څه بدمرغه شئ دی.