نظــر

د طالبانو دنن سياسي سبقت او د سبا مسئوليت

 

د دجال لښکر چي په پرمختللې ټيکنالوجۍ اواعلی فوجي تربيت مجهز وو، د افغانستان په استعمار خوړونکو غرونو کي ئې د افغان ځوانانو  په وړاندي ماته وخوړه، سياسي او نظامي مشران ئې دې ته اړ شول چي زاريو او عذر يا په  سياسي اصطلاح (مذاکراتو) ته غاړه کښېږدي. هغه امريکا چي غرور ئې شرق او غرب لړزاوو،

ټوله نړۍ ئې د زور او زر پرمټ د ځان ملګرې کړه، چا خپلي وسلې ورکړې، چا پيسې، چا ورته  د خپلو خويندو او ميندو د سر په  پړونيو لاري جارو کړې يعني د Logistic Support په نوم ئې خپلي ټولي هوايي او مځکنۍ لاري ورکړې،داسي معلومېده لکه  چي  افغانستان د ټولي نړۍ يو ګډ دښمن وي، داسي هيواد پاته  نه شو چي د افغان د ويني تويلو لپاره ئې خپلي وسلې، پيسې، سياسي  او استخباراتي مشورې (Intelligence  Sharing and Counseling)   د دجال د لښکرو په واک کي نه وي ورکړې، د سي آيي اې يو ادنی مأمور دومره رعب درلود چي د نړۍ د ډېرو هيوادونو مشرانو ئې په سترګو کي سترګي نشوی اچولی،د دجالي مېډيا شېطاني ږغ دومره لوړ وو چي زموږ هغه جهادي څېرې چي د شرعياتو منلي استادان يادېدل د عزيمت لار خو پرېږده د رخصت لار ئې هم و نه نيوله او شيطان ته په سجده پرېوتل. خو مجاهدين چي د الله تعالی پر نصرت ئې کلک باور درلود، د دجال لښکري ئې داسي وننګولې:

کفرۍ نړۍ دي يو شي
را ټول دي مېړني کړي
ځواکونه دي را ټول شي
څه خپل څه دي پردي شي
د کفر کمربند به په ايمان ماتوي
بچيان د بت شکن به ئې بتان ماتوي

له ديارلس کلن مقاومت وروسته مجاهدين وتوانېدل چي د سياسي دفتر په بڼي کي علنی سياسي فعاليت وکړي؛ که نهايي غور وشي  د اسلامي امارت په نوم په قطر کي د سياسي دفتر جوړېدل او فعاليت کول څه ساده خبره نده، بلکي په دې توګه طالبان وکولی شول چي خپل سياسي حيثيت د يو قانوني مشروع دولت په توګه حفظ کړي او د کرزي ادارې قانوني ، ملي او بين المللي  حيثيت  او مشروعيت  چېلنج کړي، کرزي چي واوېلا جوړه کړه، هسي ئې بې ځايه نه وه جوړه کړې، ځکه چي له دي ځايه د سخت خطر زنګ ورته وهل شوی وو. اوس چي طالبان د يو امريکايي فوجي په بدل کي خپل پنځه لوړ پوړي چارواکي را خلاصوي، د دجال لښکرو ته يو بل کلک ګوزار ورکوي، په سياسي ميدان کي ئې را پرځوي او د توحيد زور ورښيي.

د ګوانتانامو له دوزخي زندان څخه د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي الله تعالی د هغو نوم ورکو مجاهدينو د قربانيو په برکت را خلاص کړل چي غوښي او هډونه ئې د اور په لمبو کي وسوځېدل، بچيان، خويندي، ميندي او کونډي ئې د بل در ته ودرېدې، په رنګ رنګ نومونو ياد شول، چا ګور او کفن پيدا کړل، چا هغه هم و نه موندل. د اسلامي امارت  زړه سواند رهبريت بايد هېر نه کړي چي اوس هم د زرګونو بنديانو  بچيان، خويندي، ميندي او کونډي د هغوی لار څاري، اوس چي د هيواد د خپلواکۍ شېبې را لنډي شوې دي، د مجاهدينو قيادت بايد څو کارونه وکړي:

 الف –  د ګوانتانامو د زندان په ګډون  د هيواد له ټولو زندانونو د اسيرانو د راخلاصولو لپاره مخلصانه هڅي کول.

ب –  د هيواد د راتلونکي نظام لپاره يو داسي وړ  شرعي ميکانيزم تيارول چي ټولي خواوي پرې توافق وکړي او د داخلي  جګړو ټول احتمالات منتفي کړي.

ج – د هيواد له نوې ادارې سره  يو داسي تفاهم ته د رسېدا هڅه کول چي له امريکا سره د امنيتي تړون  تر نامه  لاندي د هيواد پلورني دسيسه شنډه کړی شي.  

صميم کټوازی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x