په وينو رنګ پګړۍ / ايوبي

شاعر : هارون ايوبي

رنګ په وينو پګړۍ فاضــــلان دي الله
څيري څيري سينې حافـظان دي الله

يـا الله يا اللـه کړه عـــــذاب پرې نازل
نه دي دا غـــــــلامان نور اسلام ته قايل
نشـــــــــانه يې د دين عالمان دي الله

وو په وينو لت پت شاګردان سيـــپارې
کړل مرميـو غلبيل ماشومان سيپارې
پاڼې هر خوا پرتې د قـرآن دي اللـــه

د وړو حافـــــظانو مــورکۍ انتـــــــظار
دروازه کې آميل سره ناسته کړي څار
خو هر څه يې خلاف د ارمــــان دي الله

دوستان شول پاتي هارونـــه په لاس
وو ولاړ انتـــظار آمــــــيلونه په لاس
په دې حـــــال يې ژړلي آسمان دي الله

بې وجدان بې ايمانه دښمن وکړو وار
کړه جلســـــــه مدرسه يې د علم بمبار
کړه تبــــــاه يې، د دين دښمنان دي الله

څوك چې نشي زغمی مدرسه او طالب
ايوبي پرې د غرب شوم افکار دي غالب
له شرعي پاک قانون سره وران دي الله

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د