طالبانو انتخابات تېر ایستونکې پروژه وبللـه او د ولس څخه یې د نه ګډون غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره راتلونکي پارلماني ټاکنې یوه تېر ایستونکې پروژه وبلله او د ګډون څخه یې انکار وکړ.

په خبرپاڼه کې د اشرف غنې غوښتنې ته په ځواب کې ویل شوي چې افغانستان تر پردي اشغال لاندي دی، په لسګونو زره بهرني پوځيان په کښي میشت دي، سیاسي او پوځي مهم تصامیم د هغوی په لاس کې دي، ځکه نو په داسي حالت کې تر ټاکنو مهمه داده چې هیواد له اشغال څخه وژغورل شي تر څو د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له بهرنیانو څخه واخیستل شي.

په خبرپاڼې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هغې مداخلې ته هم اشاره شوې چې له مخې يې د کابل اوسنۍ ګډه اداره را منځته شوې او د امریکا له سفارته اعلان شوې ده.

طالبانو همداراز پر ولس غږ کړی چې په دغو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي بلکې پر ځای دي يې خپله دیني او ملي وجیبه پوره کړي او د اشغال څخه د هیواد په خلاصون کې دي برخه واخلي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو رسیدلې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

د انتخاباتو د تیر ایستونکي پروژې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

تیره ورځ د کابل رژیم مشر اشرف غني د ټول ټاکنو د پیلیدونکې پروسې د پرانستنې په مراسمو کې له اسلامي امارت څخه په هغې کې د ګډون غوښتنه وکړه چې موږ یې په اړه خپل موقف په لاندې ډول واضح کوو.

اسلامي امارت باور لري چې زموږ ګران هیواد افغانستان تر پردي اشغال لاندې دی، په هیواد کې لسګونه زره بهرني پوځیان میشت دي، په پوځي او سیاسي برخه کې مهم تصامیم د اشغالګرو لخوا نیول کیږي. دې ته په پام سره د اسلامي امارت په وړاندې لومړنی اولویت دادی چې څرنګه هیواد او اولس ته له اشغال څخه نجات ورکړي او د نورو حقوقو په شان د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له اشغالګرو څخه راوګرځوي.

که د اشغال تر سیوري لاندې د ولس زعامت یا شوراګانې ټاکل کیږي نو دا به له هیواد او مسلمان ملت سره ستره جفا او یوازې د هیوادوالو او نړیوالو تیرایستل وي. ځکه موږ ولیدل چې په تیرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تیر ایستل شول اما نهایي پریکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه او د ملي وحدت په نوم حکومت د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو لخوا جوړ او اعلان شو.

له راتلونکو ټولټاکنو څخه هم له دې پرته بله هیڅ توقع نشي کیدلې، اقتدارته به هغه څوک رسول کیږي چي وار له مخه سپیني ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي، لهذا اسلامي امارت له خپل مسلمان او مجاهد ولس څخه غواړي چې د انتخاباتو په نوم په دغې نمایشي او جعلي پروسه کې د مشارکت په ځای له هغې سره مقاطعه وکړي او له اشغالګرو امریکایانو څخه د خپل هیواد خپلواکی او په هغه کې د مستقل او مشروع نظام راوستلو لپاره خپل ديني او ملي مکلفیت سرته ورسوي اوخپل ټول استعداد دکفارو په شړلو او سوچه اسلامي نظام راوستلو کي صرف کړي. والسلام

یوه تبصره

  1. ما خپل نوم د انتخاباتو لپاره ولیکه،زه به په ډیر خوشحالی سره خپله رای د خپلی خوښی کاندید ته ورکړم،که چیری طالیب ځان کاندید کړی،د مولانا فضل الرحمن په شان به په پارلیمنت کی چوکی ونیسی،زه خپله رای طالیب ته ورکوم پدی شرط چه جنګ،جدل.ېرانی څخه لاس په سر شی.زما ملګری شپانه به هم رای طالیبانو ته ورکړی.طالیبانو څخه هیله کوم،چه د انتخاباتو پروسه څخه ګټه واخلی،ځانونه کاندید کړی،ښه چانس طالیبانو.په خوست ښار کی مطبعه پیژنم فری اشتهارات به هلته درته چاپ کړم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.