برېښنا شرکت : بغلان کې د کابل د برېښنا مزي بیرته وصل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل):د برېښنا شرکت رئيس سلطان احمد عزيزي وايي د طالبانو سره تر تفاهم وروسته د برېښنا شرکت کار کوونکي نن له غرمې وروسته د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ ته تللي تر څو په سيمه کې د برېښنا د پرې شوي مزي د ترميم او وصل چاري پر مخ بوزي.

د عزيزي په وينا کارکوونکو تر دې مهال د برېښنا د چپه شوې پايې يو سرکټ وصل کړی او پر دوهم يې کار روان دی چې د اټکل له مخي سبا ته به يې کار بشپړ شي.

طالبانو په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت کار کوونکو ته په مشروط ډول اجازه ورکړې تر څو د کابل د برېښنا مزي وصل کړي.

طالبانو غوښتل چې د دوشي ولسوالۍ کليو ته د برېښنا رسولو ژمنه ورسره وشي چې بالاخره د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب پرېکړه شوې او د برېښنا شرکت ژمنه کړې چې د دوشي ولسوالۍ کلیو ته د برېښنا رسونې کار به پيلوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د