کوټه: پر عیسایانو د برید په پيښه کې ۲ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ایالت په پلازمینه کوټه ښار کې د عیسایانو یوه چرچ ته نیژدې د ډزو په پېښه کې دوه تنه عیسایان وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د کوټي ډي آی جي عبدالرزاق چیما رسنیو ته ویلي چې د ښار په عیسی نګري سیمه کې هغه مهال پر عیسایانو ډزي وشوې، کله چې هغوی د یکشنبې د عبادت وروسته له چرچ څخه وتل.

د نوموړي په وینا بریدګر پر موټر سایکل راغلي وه، او د ډزو وروسته په بریالیتوب سره وتښتېدل.

د پيښې ټپيان د بولان میډیکل کمپلیکس ته وړل شوي چیري چې دوو تنو یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې په پيل کې هم د پنجاب څخه راغلي څلور تنه عیسایان پر شاه زمان سړک باندي هغه مهال ووژل شول کله چې يې په یوه رکشه کې سفر کاوه.

د تیر کال په دیسمبر میاشت کې هم د کوټې ښار پر زرغون روډ باندي د عیسایانو یو چرچ تر برید لاندي راغلی و، چې له امله یې نهه تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.