افغانستان

د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان اوومه کلنۍ سیالي پیل شوه

د افغانستان اتصالات لخوا د قرآن پاک د حسن تلاوت ۷مه کلنۍ سیالي د جون په ۱۶مه نیټه د افغانستان په ۵ زونونو کې پیل شوه. پدې دوران کې به ګډونکوونکي د ټاکونکي پروسې له مخې بل پړاو ته ځي او یواځې غوره قاریان به کابل کې د دوهم پړاو سیالیو کې ګدون کوي.

د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر ښاغلي یاسر ابوالعمام وايي، دا زمونږ لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی، چې د قرآن پاک سیالي د نوي امکاناتو او ګټونکو ته د ۷۰۰،۰۰۰ افغانیو د جایزې په ورکولو سره پیلوو.

په کابل ښار کې د قاریانو ټاکل به یوه ورځ وروسته یانې د جون په ۱۷مه نیټه پیل شي. کله چې په ۵ زونونو کې د غوره قاریانو ټاکل پای ته ورسیږي. بیا به قاریان کابل ته د سیالۍ لپاره غوښتل کیږي او د کابل سیالۍ به یوه اونۍ وخت ونسي او په پای کې به غوره ۵ قاريان اعلانیږي.

رسنیز همکار اریانا ټلویزیون به ددې پروګرام کوربه وي او دا پروګرام به د روژې په میاشت کې د روژه ماتي څخه مخکې کتونکو ته خپروي.
ښاغلي ابوالعمایم وايي، د یوې اسلامي کمپنۍ په توګه، اتصالات په بیلابیلو اسلامي پروګرامونه سره مرسته کړي او په هیواد کې تعلیمي څانګو سره په بیلابیلو برخو کې د زړه له کومې کمک کړی دی، ترڅو اسلامي دود ته پراختیا او وده ورکړي. مونږ افغانانو ته ډاډ ورکوو، چې اتصالات یواځې تاسې ته مخابراتي خدمتونه نه وړاندې کوي، بلکې تاسې ته د زده کړې، پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره موکې برابروي، تر څو خپل هیواد یو روښانه راتلونکي په لور بوځئ.

ابوالعمایم زیاته کړه، ددې پروګرام موخه داده، ترڅو په ځوان نسل کې د قرانکریم حسن تلاوت او اسلامي دود ته وده ورکړو.
د قرآنکریم سیالي یو اسلامي پروګرام دی، چې هر کال د اتصالات لخوا په لاره اچول کیږي. په لومړي ځل دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې په لاره واچول شوې، چې ډیر ژر د افغانانو په مینځ کې په یوه وتلي پروګرام بدل شو. هر کال د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونه قاریان  پدې ځانګړي او مهم پروګرام کې د ګډون لپاره کابل ته راځي، د سیالۍ غوره قاران صاحبان د حفظ، تجوید او حسن قرات د ښه والي له مخې ټاکل کیږي.

د جولای ۱۵مه نیټه ۲۰۱۴

نعمت الله زفرزی

اتصالات

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x