ورزش

آی پي ایل: د ګېل توپوهنې او د مجیب توپ اچونې یې لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن یو ځل بیا په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې ایم ایس دهوني زړه راښکونکې لوبه ترسره کړه خو پای کې يې بریا خپله نه کړه.

په ننۍ لوبه کې چې د مجیب ځدراڼ او ایم ایس دهوني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په کې کریس ګېل د اسمان څکو شپږیزو په مرسته غوره ۶۳ منډې جوړې کړې، چې د هدف په ټاکلو کې يې مهم رول ولوباوه.

همدا ډول په توپ اچونه کې یوازې مجیب ځدراڼ ددوی لوبډلې لخوا غوره توپ اچونه ترسره کړه، چې په ۳ اورونو کې يې ۱۸ اقتصادي منډې ورکړې خو په کومه ویکټه اخیستنه بریالی نشو.

د کرېکټ ناستو مبصرینو د اشوین په لوبډلمشرۍ نیوکه وکړه چې ولې غوره توپ اچونکي مجیب ته درې اورونه ورکوي او پرځای یې بل توپ اچونکی راولي چې ۱۰ منډې یې هم ورکړې.

د چینايي سوپر کینګز لوبډلې مشر او د نړۍ مشهو توپ اچونکي ایم ایس دهوني د مجیب په اړه وویل چې، زما په باور مجیب زمونږ لپاره یو لوی توپیر و، د کریس ګېل توپوهنې او د مجیب توپ اچونې هغوی بریا ته ورسول، دا اسانه نه ده چې د مجیب هر توپ ولوبول شي او منډې ترې واخیستل شي.

په ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د مجیب لوبډلې وکړه چې په شل اورونو کې یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا په لومړي سر کې کریس ګېل او کی ایل راهول غوره او چټکې منډې جوړې کړې، چې په لومړي لس اورونو کې يې ۱۱۰ منډې جوړې کړې، همدا ډول ددوی له سوځېدو وروسته یې په وروستي لس اورونو کې ۸۷ منډې جوړې کړې او ۶ لوبغاړي يې وسوځېدل.

ددوی لخوا کریس ګېل په ۳۳ توپونو د ۴ اسمان څکو شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۶۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د چینايي لوبډلې مناسبه لوبه ترسره کړه، خو وروسته ایم ایس دهوني په زړه پورې لوبه وکړه، چې د لوبې په وروستۍ شیبو کې داسې بریښېده دهوني به لوبډلې ته بریا ورکړي خو ونه توانېد په وروستي اور کې ۱۷ منډې جوړې کړي، او یوازې د ۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړله.

دهوني که څه هم د ملا ناروغي لرله خو بیا یې هم ۷۹ په زړه پورې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې ۵ شپږیزې او ۶ څلوريزې هم په کې شاملې وې.

د یادونې وړ ده چې راتلونکې لوبه کې به -چې د اپریل په ۱۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي، مجیب ځدراڼ او راشد خان مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx