دهوني: اسانه نه ده چې د مجیب هر توپ ولوبول شي او منډې ترې واخیستل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې تېره شپه د دهوني او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، چې په کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې د څلور منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې چې ایم ایس دهوني په زړه پورې لوبه ترسره کړه او ۷۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، په پای کې د مجیب توپ اچونه وستایله او هغه یې د خپل ځان لپاره یو لوی توپير وباله، او هم یې د تېرې لوبې ګټونکی وباله.

نوموړي له لوبو وروسته په خبرو کې وویل: دا اسانه نه ده چې د مجیب ځدراڼ هر توپ دې ولوبول شي او په هغې دې منډې جوړې کړل شي، نوموړی یو لوی توپیر و.

مجیب ځدراڼ په دغه لوبه کې دهوني ته ۸ توپونه وکړل چې ۶ منډې یې ترې واخیستې، خو په داسې حال کې د دهوني توپوهنې څخه څرګندیده چې د مجیب پر وړاندې فشار محسوسوي.

دا په داسې حال کې چې مجیب ځدراڼ په لومړي ځل د هند په سوداګریزو سیالیو کې ګډون کوي، او له پېله یې پخپله غوره توپ اچونه د کرېکټ مبصرینو، چارواکو او مینوالو زړونه ګټلې دي.

نوموړي تېره ورځ د رائل چیلنجرز بینګلور لوبډلې پر وړاندې د نړۍ مشهور او د لومړي مقام لرونکي لوبغاړي ویرات کوهلي ویکټه په داسې توپ واخیستله چې پخپله ویرات کوهلي او نور ټول کتونکي او مبصرین يې حیران کړل.

د یادونې وړ ده چې مجیب ځدراڼ د هند په غوره لیګ سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا په څلویښت ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، چې تر دې دمه یې په درې لوبو کې ۳ ویکټې ترلاسه کړي او غوره اقتصادي توپ اچونه یې ترسره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د