منظور پښتین افغانستان ته راغی

نصیب ځدراڼ

منظور پښتین چې څنګ په تورخم را واوښت د کابل ادارې یوه برجسته غړي خیال ګل “وطن جار” یې تود هرکلی وکړ او له هرې خوا د”نر پښتین باتور پښتین : منظور پښتین ـ منظور پښتین” غږونه پورته شول.

د درنو او پنډ امیلونه له بوجه منظور په ملا کړوپ موټر ته پورته شو او د ګڼې ګوڼې له منځه د منظور موټر په شِتاب د کابل په لور رهي شو.

منظور خوښ و، لږ نه بیخي ډېر خوښ و چې هغه وطن ته راغلی چېرې چې لکونو ملاتړي لري او د ده د غږ تود هر کلی کیږي.

دمنظور سره د روانې قافلې ټولو ځوانانو سرې خولۍ په سر کړې وې او د موټرو لوی کاروان د احساساتي ځوانانو د توندو شعارونو په بدرګه دکابل پر لور رهي وو.

کاروان چې د جلال آباد میدان هوایي ته نږدي شو لاره بنده وه، او موټرو ورو ورو حرکت کاوه

منظور نه پوهېد چې څه ټکه لوېدلې ده، تر لږ ځنډ وروسته یې څنګ ته ناست ښاغلي”وطن جار” ته غاړه ور کږه کړه او غلی یې وپوښت: ښاغلیه! لاره ولې بنده ده؟

له میدان هوایي امریکایان راوتلي دي او تر هغو چې له سرک یوې خوا ته ښکته نشي، موږ به پسې روان وو.

دجلال اباد تېز لمر او ګرمي د منظور زړه تنګ او ټنډه تروشه کړې وه خو چاره نه وه، منظور چې نوی راغلی میلمه و نو غږ یې ونکړ او همداسې په چورتونو کې ډوب ناست و.

سروبي سره نږدي یې امریکایان ولیدل چي له سرک یوې خوا ته ښکته شول. ښاغلي وطن جار په فاتحانه انداز وویل: اټکل دی زموږ سرتېري عسکر او خارجي دوستان نږدي کوم کلي ته دترهګرو ځپلو لپاره روان وي، اوس لاره خلاصه شوه اتي به مزل ګړندۍ کړو، هیله ده پښتین صاحب خاطر مو نه وي دروند شوی.

موټر ګړندی روان شو او د ماهیپر په کږلېچږنو کې یې ناست سپاره یو پر بل تکیا کول

لږه شېبه کې د منظور پښتین کاروان دپښتنو د ټاټوبي پلازمینې ته داخل شو. منظور چپې خوا وکتل، نسبت په یوې سترې مربع شکل ودانۍ یې سترګې ونښتې

منظور د پښتنو په ټاټوبي کې دې ښکلې جوړي شوی ودانۍ ته په کتو سترګې یخولې چې “وطن جار” ورته وویل “ها ستره وداني چې ګورې دا د څرخي پله ستر زندان دی، دلته زرګونو هغه ترهګر زندانیان دي چي له ناټو او امریکایانو سره په مخامخ جنګ کې او یا مخالفت کې نیول شوي دي.

د منظور رنګ واوښت او ژر یې وویل: وطن جاره یاره! “دوی خو له وطنه جار دي او وطن ته د راغليو بلواګرو سره جنګ کوي،ترهګر خو به هلته وی چې دوی امریکا ته ورپسي ورغلي وی نو داسې ځوانان ولې بندیانوئ؟

دا ځکه چې دوی د پنجاب ګټو ته کار کوي او د پنجابیانو په اشارو زموږ پل او پولچک الوځوي. منظور سر وښورؤو، د وطن جار ځواب ته له ځانه سره داسې وبونګېده لکه په وطن جار چې خاندي.

وطن جار لکه شاټ رادیو بې ربطه او بې ظبطه غږېدو او کارؤان منزل ته نږدې کېدو.

وطن جار له سترګو تورې عینکې لیري کړې او زیاته یې کړه: د ببرک کارمل په وخت کې یې یؤه سترګه د وطن لپاره هغه مهال قربان کړه کله چې پکتیا کې موږ او روسي پوځیان د اشرارو لخوا کلابند شوي و.

خو منظور د وطن جار خبرې نه اورېدلې او هماغسې یې دڅرخي په زندان سترګې ګنډلې وې. د منظور سترګو ته په پاکستاني زندانونو کې بند زندانیان د څرخي پله د زندانیانو سره جوخت ولاړ ؤل او د انصاف غږونه یې پورته کؤل.

منظور ولسمشر ورغوښتی ؤ او د ارګ میلمه و. ارګ ته څېرمه عسکرو موټر ته د بیرته ګرځیدلو اشاره وکړه. وطن جار خپل کارت ور وښود خو عسکر په تونده لهجه په دري ژبه ورته وویل: نن اجازه نشته دی بیرته وګرځئ.

دلته د امریکایانو دفترونه دي او نن د ترهګرو د برید راپور راغلی دی.

د عسکر سلوک د منظور سترګو ته خپل چیک پوسټونه او د پوځیانو سلوک نېغ ودراؤه.

وطن په خجل انداز منظور ته وویل: فکر کوم نن حالت ښه نه دی، سبا به راشو.

منظور خوښ و چې سبا د ولسمشر سره ویني. د کابل په خوندور موسم او جانانه هوا کې سهار د منظور او ملګري یې د ارګ په لور روان شؤل.

ارګ ته څېرمه د “وطن جار” موبایل وشرنګېدو او ورته وویل شول چي نن ملاقات نشي کیدلی. د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر باګرام ته راغلی دی او ولسمشر یې لیدلو ته باګرام ته ورځی.

منظور له خپل ملګري وپوښتل چې د امریکا وزیر دفاع ارګ ته ولي نه راځي چي ولسمشر هلته ورځي؟

“دلته خطر دی، د پنجاب غلامان هر ځای موجود دي هسې نه څه ضرر ور ورسوي ځکه ولسمشر هلته ورځي باګرام تر ارګ زیان محفوظ ځای دی”.

منظور حیران شو؛ دا څنګه کیسه چې تر ارګ باګرام زیات محفوظ دی؟

وطن جار د منظور تشویش درک کړ او ژر یې ورته وویل “باګرام کې د امریکایانو ستره نظامي هډه ده. هوایي میدان دی، نظامي مرکزونه دي او یو لوی زندان دی چې زرګونه بندیان لري”.

منظور ورغبرګه کړه؛ دلته هم زرګونه بندیان؟ نو دا بندیان څوک دي؟

وطن جار ورته وویل “دا افغانان دي او زیات پکي پښتانه دي، د چا پنځه کاله وشول، د چا اته او د چا لس چې دلته بندیان دي”.

منظور ته په دومره زیات شمېر د پښتنو زندانیان حیرانونکي ول.

منظور وطن جار ته وویل: نن هم د ولس مشر سره نشو لیدلی، ښه به نه وي چې اطرافو ته ولاړ شو او د افغانستان سیل وکړو؟

وطن جار ورسره هو کړه او د تاریخي ښار کندهار په لور روان شول. په لاره کې یې ډېر ځایه قبرونه ولیدل چې نوی جوړ ول او سپین بیرغونه پرې رپېدل. وطن جار ته یې وویل دا دومره ډېر قبرونه د چا دي؟

دا هغه ترهګر دي چې د ناټو او زموږ د پوځیانو سره په جنګ کې یې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، منظوره دلته خلک د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي دي،خو جنازو ته یې سلګونه خلک ورځي او زموږ د عسکرو جنازو ته ملایان هم نه پیدا کیږي، نه پوهیږم چې ولې؟

شپې ناوخته کندهار ته ورسیدل.ګهیځ د ښار په چکر ووتل.خوندور او تاریخي ښار وو،هم زړې هم نوې ودانۍ وي پکي. یو ځای یې ولیدل خلک راټول دي او زیاته ګڼه ګوڼه ده.

منظور او ملګري یې ورغلل، ګوري چې یو لا وارثه مړی پروت دی او په بدن یې د شکنجو او وهلو ټکولو اثار جؤت ښکاري. یو سړی لګیا و ویل یې “دا نو په دې اونۍ کې دریېم سړی دی چي په شکنجه کولو یې وژلی دی، دا ټولې کارنامې د جنرال رازق دي”

منظور ورته وویل “نو څوک نشته چې د جنرال رازق په خلاف غږ پورته کړي”؟

سړي ځواب ورکړ “څوک چې غږ پورته کړي نو دوهمه ورځ یې همدلته مړی پروت وي، په تېرو لسو کالو کې جنرال رازق په زرګونه ځوانان د پنجاب په نوم ووژل خو تر اوسه یې یو پنجابی هم نه دی پکي وژلی. د ځوانانو په مړو یې دښتې ډکې کړې خو څوک د پوښتنې جرآت ترې نلري”

د منظور سترګو ته د کراچۍ د پولیسو وحشي مشر راؤ انور تاو شو، خو وطن جار لاس ورباندې واړوو چې دا چټي لګیا دی، دا د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي خلک دي راځه چې ځو.

سبا ته منظور د ولسمشر سره لیدل بیرته ارګ ته راغی. ډیر خوښ و چي د نړۍ د دویم متفکر سره ویني
په ارګ کې تود هر کلی ورته وشو، ولسمشر یې ښه راغلاست ته د ارګ دروازې ته ورغی، د ولسمشر په شمول د مجلس ټولو ګډونوالو د منظور غوندې سره خولۍ په سرونو اېښې وې.

کښېناستل، مجلس پیل شو، ولسمشر د خبرو پیل وکړ” ټول افغانان درباندي له دې امله ویاړي چې پنجاب دې په ګونډو کړی او د لوی افغانستان د جوړولو هیلې مو بیا ژوندۍ شوي دي”.

منظور ورته وویل ولسمشر صیب تاسي د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون لرئ، د تورخم او سپین بولدک په جنګ کې مو امریکایان کومک ته ولې در نغلل؟ او د ډیورنډ په کرښه ازغن تار لګیا دی اچول کیږي چې موږ او تاسي سره جدا کوي خو ستاسې غبرګون صفر دی”.

ولسمشر ورته وویل: دا وړې خبرې دي زه درسره یم د پنجاب سر به په ککرۍ کې ور ماتوو لخیره. ټول مجلس چکچکې و وهلې خو منظور د چکچکو په مقصد نشو پوه.

منظور وویل “ولسمشر صیب ستاسي سره د نیمایي نړۍ ملاتړ دی، تاسي له دې ملاتړ څومره ګټه پورته کړه؟ څومره پوهنتونونه، فابریکي او روغتونونه مو ورغول؟

ولسمشر په ځواب کې “زه خو په خپله علاج ته جرمني ته ځم او لور مریم او زوی طارق مې امریکا کې درسونه وایي، پاتې شوه د وطن خبره نو دلته موږ د خارجیانو پنځه ستر او مجهز پوځی مراکز لرو. هره ورځ دوښمن په ډرون په نښه کوو او پوره زر امریکایي عسکر مو نور راغوښتي دي”.

مجلس کې بیا چکچکې شوي چې له امله یې د منظور په ټنډه خولې راغلې.

ولسمشر ورته وویل ستاسي حکومت سخت ظالم دی. د هندوانو زامن دي، نه جومات پیژني نه مدرسه، ته ګوره سور جومات(لال مسجد) یې درته ړنګ کړ او باجوړ کې یې مدسه بمبار کړه. ته تکړه ځوان یې باید د داسې نجس دولت په ضد مبارزه ګړندۍ کړې.

منظور د ولسمشر خبرې اوریدې خو سترګو ته یې د کندوز او فراه د مـدرسو غلبیل غلبیل کوچنیو طالبانو عسکونه تاوېدل چې بیا چکچکې شوي او مجلس ختم شو.

سبا یې د بیرته راتګ نیت وکړ، کابل کې یې د پرلت په خیمه سترګې ولګیدي. وطن جار ورته وویل دا ځوانان ستاسې په ملاتړ راوتلي او غواړي د پنجاب په ضد مبارزه کې ستاسي سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

منظور له موټر نه ور ښکته شو.د پرلت ګډونوالو یې تود هر کلی وکړ،ځوانان تر تاو شو او انځورونه یې ورسره واخیستل. منظور د پرلت په خیمه کې سترګې وغړولې نه د څرخي پله د زرګونو زندانیانو څخه د یوه بندي عکس وو پکي،نه دباګرام په پنجرو کي بند د کوم افغان ځوان عکس پکی لګیدلی وو.نه د امریکایانو د وتلو خبر وه نه د جنرال رازق د مظالمو کوم انځور وو پکي.نه د کندوز د مدرسې سلګونو ماشومانو د شهیدانو څخه د یوه شهید یو عکس وو پکي.او نه د ډرون د بریدونو د شهیدانو او ړندو بمي چاودنو د زخمیانو کوم عکس پکي ځړیدلی وو.

منظورپه ژور سوچ کې ولاړ. منظور نه پوهېدو چې افغانانو ته زما غم ولې تر خپلو غمونو معتبره دی، او ولې د خپلو غمونو لپاره پاڅون نه کوي؟

خولۍ یې په سر سمه کړه، فکر یې وکړ چې دلته دولت پښتانه د پنجابیانو په نوم وژني او هلته یې د افغانانو په نوم وژني،؟پاکستان کي خو ما پاڅون وکړ او افغانستان کي به ریښتونی پاڅون څوک او کله کوي؟

له همدغو سوچونو سره یې د د پرلت د ګډونوالو سره خدای پامانې واخیسته او د پاکستان په لور روان شو..

15 تبصرې

  1. فرهاد افریدی

    سم #### دی باد کری…خو دا به هم درسره ومنو،پدی لاره یی د ایمل خان لیسه ونه لیده چه د ##### سوزولی وه،او نه بی هم د لیارو په اوگدو کی روان شوی پلونه ولیدل چه ### الوزولی وو،

  2. عبدالجبار مطمئن

    په زړه پوري لیکنه او په لوړ انداز کې لیکل شوی خیال.
    دي وطن کې غلامي په سل رقمه تعبیریږي او اسارت ته د آزادۍ نوم ورکول کيږي.

    که مي دښمن کور ته ننوزي نو خپل د اباء او اجدادو کور به پري وران کړم خو چې دښمن لمنځه لاړ شي.

  3. زه له منظور سره په همدا سفر کی ملګری وم.ما ټول ،ړنګ مکتبونه ،ړنګ پلونه،ړنګ کورونه.په ځان مرګیو کی یتېمان.په ماینونو سوی ګوډان،بوری میاندی ړنګی شفاخانی، او بلاخره می څو د هغه ناوی قبرونه چه د طالیبانو په ،ماینونو کی الوتی وه هم ور وښودل.او د منظور پښتین له خولی صرف دا اواز ما اوریده.چه ،ظلم ،د پاسه بل ظلم،د خپل مسلمان د لاسه،د خپل پښتون د لاسه.د بل په اشاره.هم مو افغانستان کی وژنی هم مو په پاکستان کی وژنی،د پنجاب په اراده،سر یی په زنګون کیښود او اوښکی یی جاری شوی،

  4. هم ځدران صاحب ښه وائي او هم افریدی صاحب.هغه څه چه بده ده، هغه پرده ده کوم چه زموږ د ډېرو ( بیخی ډېرو) ګرانو وړونو پر سترګو راغوړېدلې یا را ځړول شوېده.

  5. خدراڼه بوزې دې لیوان ونخوري او کور ته دامریکایان خنځیران داخل نشي ، دالري بدرګې پريږده په خپل ناموس
    دې غیرت خوره له دالرو تیر شه مسلمان او پښتون شه!
    خارجیان اشغالګر د له هیواده وشړه ! پلونه ورانول ، مکتبونه سوځول د ګوډاګیانو دالرخورو او ناموس فروشو هغه
    دنده ده چې د CIA په رهبري سره یې کوي تر څو چې دازادي غوښتونکو مسلمانانو او اولس تر منځ د بد بیني
    واټن لوی کړي !!
    د ترپ وييګراوال د نوې پالیسي په اساس د ملکي وګړو وژنه ورته هیڅ رول نلري او نه په نظر کې نیول کيږي!
    مهم ورته داده چې مذددوران یې په ځای پاتې شي او د ازادي غورځنګ ناکام کړي خو دا ارمان به دغه
    فاشیست خپل ګور ته ایسي دوی دې تیرې جګړې نه هیروي چې ۲۵۰ کاله یې دوام کړی دی !!

  6. زدران صاحب په قلم دی برکت شه ډیر به حقایقو استوار ه لیکنه دی کری ده

  7. دا زموږ ځدرانیان وړونه دی خدای همیشه روغ او خوشحاله ولری، یوازی په نن ټکی آسیا کی د نیم کیلو جنغوزو په تعداد ځدرانیان تشریف لری.
    پهر حال په تېره تبصره کی زما منظور د ځدران صاحب څخه شپون ځدران نه بلکه ښاغلی نصیب ځدران دی.مننه

  8. پتنګ صاحب .زما وزی هم زمری دی،په خپل وطن کی پېدا شوی او لوی شوی،او خپل وطن کی به مری.او الله ج به د هر څه نه ساتی.انشالله ،د افغان ناموس دومره خوار ندی چه هر څوک په بده ورته ګوری،خو زه نه پوهیږم چه ته ولی همیشه د دناموس خبره تبصرو کی لیکی؟ #####
    ######
    ######
    ،تبصره چه لیکی کنځلی مه لیکه،زه له ستا څخه ګیله نه کوم،ځکه چه زه پوهیږم چه ته د شوګر مریضی او هم بوډا شوی یی،د خپل فامیل خیال د ساته د الله ج ار راسول لله لاره ورته وښایه.

  9. هم حکومت او هم طالبان خپلواکه نه دي. هېواد په رښتبا اشغال دی خو له بده مرغه په طالبانو کې هم داسې وړتیا نه لیدل کېږي چې سړی زړه ورباندې وتړي. پښتانه او افغانان باید د ځان لپاره داسې یو مشر ومومي چې ناندریزه کس نه وي. په دې هم پوهېږو چې دا هم اسانه چاره نه ده. د پښتنو پر ضد نړېوالې دسیسې روانې دي. د یووالي لپاره باید ډېر کار وشي. مننه

  10. فرهاد افریدی

    په دیری بخخنی سره،مننه هر چا چه زما لیکنه اصلاح کری،خو اخر سری تنگ شی،خیانت چه هر سوک کوی هغه خاین دی،یو ارخیز قضاوت هم خیانت دی،په دغه لیکنه کی یو ارخیز قضاوت شوی وو،،،،د طالبانو نه یی سپین بازان جور کری وو،خو داسی نده

  11. غ،حضرت صاحب.په هلمند کی می یوه هلمندی مور منظور پښتین ته مخا مخ ودراوله او ورته می ووییل چه دا منظور پښتین دی ،او خپل زړه ورته تش کړه،د هلمندی مور په مخ اوښکی راوانی شوی او سلګو سلګو یی قیصه داسی شروع کړه.ما څلور زامن درلودل چه په ډیره خواری سره می لوی کړل،کله چه ځوانان شول یو زوی می طالیب شو .او دوه نور زامن می عسکری ته ولاړل،مشر زوی ته می واده وکړ چه د واده کمه موده روسته طالیبانو مړ کړ،پیغله نګور په کور را پاتی شوه،دوهم زوی ته می په نوم کړه،له څه مودی روسته دا هم طالیبانو مړ کړ،وخت تیریده چه یوه ورځ کوم زوی می چه طالیبانو سره وه هغه هم مړ کورته راوړ،دری زامن می مړه شول.دوه په عسکری کی،او یو په طالیبانو سره.هلمندی مور زیاته کړه چه اوس د څلورم زوی سره وخت تیرو وم.له د خبرو سره نوره سلګیو واخیسته او دخبری کولو څخه پاتی شوه.منظور پښټین ماته مخ راواړوه ،او ویوییل.د ګرانی مورکی ما ته په ثبوت ورسوله چه یقینا د د ورور وژنی بی ثمره جګړه ده،د یوی مور زامن یو عسکر بل طالیب سره مړه کړل او هلمندی مور یی بوره کړه.هلمندی مور بیرته په هوش شوه.او له منظور څخه یی دا پوښتنه وکړه،منظوره زویه، زه د خپلو زامنو پوښتنه له چا څخه وکړم؟منظور ورته ووییل چه،ګرانی موری د ستا د پوښتنی هیڅ ځواب له ما سره نشته،خو دومره پوه شوم چه دا خپل منځنی او ورور وژنی جګړه ده،او بالاخره منظور پښتین خلکو ته مخ ور واړوه او ورته یی وویل چه بس ده نوره ورور وژنه او سوله لپاره کار وکړی.نور بس دی دا ظلمو نه او په کیرغو کیرغو ،په ژړا سره منظور پاکستان په خوا راون شو،او په سلګو سلګو کی یی ووییل.پنجاب.پنجاب ،پنجاب،تر څو چه له ما څخه پناه شو،

  12. منظور چې ارګ ته روان وو د عيدګاه مخې ته يې ډېر خلک وليدل چې د کندز د مدرسې د شهيدو شويو د قرآن کريم د تنکيو حافظانو ښکلي خو په وينو رنګين عکسونه یې پورته کړي وو او د حکومت او امريکايانو په خلاف يې نعرې وهلې او ويل يې، (بچيان مو قتل کېږي، دا څنګه آزادي ده؟ قرآن مو سېځل کېږي دا څنګه آزادي ده؟ هر څه مو لوټل کېږي، داڅنګه آزادي ده؟ مسجد نړول کېږي، داڅنګه آزادي ده؟) خو چې کله لدې ځايه د پل محمود خان له لارې په ارګ ورننوت په ارګ کې لږ ښه وړاندې يې وليدل چې يوه نوې وړه خو ډېره لوکس وداني جوړېده، له وطن جاره وپوښتل چې دا څه جوړېږي؟ هغه ورته وويل تاسې ته معلومه ده چې زموږ د اولس اوسنۍ مور د ولسمشر ښځه رولا غني نصرانۍ ده، او د ولس مشر مو چې موږ يې د زرکلن کېدو دعاګانې کوو هغې ته په ارګ کې يوه کليسا جوړوي. په کومه کوټه کې چې منظور له ولسمشر سره ملاقات کاوه د هغې پر دېواله يې يو لوی عکس وليد چې د يوې کورنۍ ټول غړي ورکې ښکارېدل. ولشمر عکس ته په اشاره منظور ته وويل: دا زموږ ستر غازي امان الله خان او د هغه د کورنۍ غړي دي! منظور چې ورته ځير شو ويې کتل چې له امان الله خانه پرته نوره يې ټوله کورنۍ پرتوګ کښلې وه، ډېر په تعجب شو او له ځانه سره يې وويل: آيا رښتيا هم همدغه بې برتوګه کورنۍ او د هغو لارويان د درنو او مسلمانو ننګياليو افغانانو سمبول دي؟ تر دې خو د ګاندي، نهرو، پيروان او زموږ خپل د بنو او پېښور ايجړاکان ښه دي بې پرتوګه خو نه ګرځي. د دوئ مجلس لا خلاص شوی نه وو چې يوه سپين سرې فېشني بوډۍ چې طلايي صليب يې پر غاړه وو راننوتله. اشرفغني ورته وويل: دا بي بي ګل زما مېرمن او زموږ د نظام معنوي مور ده! بي بي ګلې هم منظور ته نرۍ موسکا وکړه او په ګوډه ماته پښتو يې ورته وويل: (زِيه هوم تاسو ته دوعا کولی چي عيسای مسيح ستاسو په حرکت کې برکت وکي). او زياته يې کړه: (تاسو چې تر سو له اسلامک فندمنتليزم او ترورست خلک سره جګله نه وکئ او په خپل مناطق کې د عيسای مسيح د وورشيبنګ (عبادت) لپاره مقدس کليسا جور نه وکئ تاسو ته به دېر برابلم وي، او جامعۀ جهاني به استاسو سپانسر او فندنګ نه وکي). د همدغه ډول دوه درې نورو توصيو په اورېدو له ولسمشر سره د منظور مجلس هم پای ته ورسېد، او پداسې حال کې يخې خولې يې پر تندي راماتې وې خپله سره توره خولۍ يې پر سر سمه کړه او له ځانه سره د دې جملې په ويلو چې (خدايه ايمان او پښتو ته مې خير کړې) له وطنجار سره راووت او په حسرت حسرت يې دلته هم وويل:(دا څنګه آزادي ده؟).

  13. ځدران صیب اوس داسې عمل کوې لکه د خلقیانو د چوک تیوریسن ، هغوی به هیڅ دلیل نه مانه له خپل سره مانیفست ځخه به یې په هره چالاکي او لچري دفاع کوله ! درواغ خو ددوی دعقیدې او برې یو ه لویه وسیله وه او اوس هم دی خو کمونزم یې ماتې وخوړه او مخ یې ابدي تور شه !

    ستا بوزې او وزې په افغانستان کې د پاڼو په ځای د CIA دالر خوري ؟ نو داهم غیرت دی ؟
    هیواد ناموس دی او دا ناموس ستا ملګرو په دالرو خرڅ کړی دی او خپله هم دا فاسدین
    دکار استعداد نلري ، دادم خان دلټانو په شکل ورته پراته دي اوهیڅ شرم نلري!
    زه شخصا ستا سره کومه بدي نلرم خو ستا دمفکورې کلک دښمن یم !!
    د شوکر شکر مرض زه نلرم ، اوس نو غیبي وېیل هم کوې !، له مسجده يو ۶ کیلو متره لرې یم خو د جمعي
    لمانځه ته ځان رسوم ، شخصي کار زما خپل دی ، که واقعت در ته ولیکم ، زامن مې اوس قران کریم د مسجد له ملا صیب څخه زدکوي او په کور کښې یې زه هم پرې زدکوم ! ته باید پر دې پوه شې چې اسلام نه یواځې زما دین بلکې زما کلتور هم دی او زه خپل کلتور نه خر څوم !!!
    دا چې وطن ناموس دی او هغه اشغال دی نو ځکه له ناموسه خبرې کوم !!
    مرګ په اشغالګرو او دهغوی په چلبازو حامیانو
    تل دې وي سپين بیرغ !

  14. نصیب رښتونی ځدران صاحب الله دی په قلم او ژبه کی تر دی لا زیات برکت زیات کړه ، تاسی خو د ځدران میړنی او مجاهد قوم نوم ښکلی کړی د ځدران قوم کی بیا ځینی ښته چه د ځدران مجاهد قوم په جهادی سپینو جامو داغ
    لګوی و حتی ټولو پشتنو د پاره شرم جوړیږی د ځدران د میړنی قوم له نوم څخه ناوړه استفاده کوی. دغه جعلی ځدران هماغه له پشتین چه جلا شوی وطن جار دی تبصرو ته تمبه شوی چه د ځدران صاحب په شان ښکلی لیکنی او یا د نورو ښکلی تبصری کمرنګه او بدرنګه کړی. هلته یی وطن جار او دلته یی ځدران نوم په ځان ایښی او کله بیا د بل او بل نوم په ځان ږدی کله په سویدن کی د امینی انګار او کله بیا سعودی کی وی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.