د مسكو امنيتي كنفرانس ته د پخواني ولسمشر حامد كرزي د وينا پښتو ژباړه

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

په اوسنۍ نړۍ كې ، په تېره بيا هغه ځاى چې زه يې په استازولۍ راغلى يم، موږ په يوه خونړۍ لوبه كۍ راګېر يوو، په داسې يوه لوبه كې چې د سيمې مهم لوبغاړي او نړيوال قدرتونه لنډ نظرۍ (كوتاه نظري) په قدرت د باور لار نيولې.

زموږ د بدبختۍ لامل دا دى چې موږ د هغو ايډيولوژيو او پاليسيو سره، چې سخت دريځي او تاوتريخوالى ترې زېږي، د مبارزې لپاره ګډه انګېزه نه لرو، داسې ښكاري چې د ځينو خودبينانه پلانونو پر اساس تاوتريخوالي او سخت دريځۍ ته كار كېږي. همدارنګه د نړۍ په جګړه كې ښكېلو سيمو كې د سولې راوستلو لپاره د نړيوالو او سيمه ييزو ځواكونو ترمنځ د ګډو هلو ځلو څرك نشته. زما هېواد افغانستان د دې خبرو يو ژوندى مثال دى.

موږ د سولې لپاره پر متقابلو همكاريو ولاړې طرحې ته اشد ضرورت لرو، چې روان تاوتريخوالى ختم شي او د خلكو د اوږدې مودې كړاوونو او دردونو ته د پاى ټكى كېږدي او پرمختګ ته لار هواره شي. بايد اول لوى ځواكونه د زور خبرې پرېږدي او د دوى د نيابتي ډلو شيطاني كړنې ودرول شي.

د قدر وړ مېلمنو،

په افغانستان كې، چې ښايي اوس په ډېر پېچلي ځاى بدل شوى وي، كه نا امنۍ ته وګورو نو ديني افراطيت او تروريستي تاوتريخوالى ورته استعمالېږي، د امريكا او ناټو له مداخلې نه مخكې په دې كچه كې نه و. د يادو شويو هېوادونو لارې چارې ناكامې شوې دي. تاوتريخوالى ورځ تر بلې ډېرېږي او لمن يې پراخېږي. زموږ خلك د تاوتريخوالي د ډېروالي درنه بيه پرې كوي.

د سپټمبر د يوولسمې تراژيدۍ را وروسته د افغانانو يوه لوى اكثريت، د نړۍ قدرتونو او د سيمې هېوادونود امريكا ملاتړ وكړ او همكاري يې ورسره وكړه چې د تروريستانو پټنځايونه له منځه يوسي او په افغانستان كې ټيكاو راولي. اساسي سټراټېژيك باور دا و چې امريكا او متحدين به يې د دې وړتيا ولري چې دا ستونزه حل كړي او دوى به په دې ماموريت كې رښتيني و اوسي. خو دا هيلې په سيند لاهو كړل شوې.

اوولس كاله وروسته نه افغانستان د سولې مخ وليد او نه د ثبات خاوند شو.

نورو تروريستي ډلو سرونه راپورته كړي او داسې ښكاري چې تر شا يې منظم ملاتړ موجود دى. كه د دوى تر شا منظم ملاتړ نه واى، نو داعش به د يوه نوي ګواښ په توګه سر نه راپورته كاوه. بايد دې ته مو پام وي چې ياده ډله داسې مهال اكمال او پياوړې شوه چې امريكا او ناټو په افغانستان كې د تروريزم سره د جګړې په نوم پراخ پوځي او استخباراتي شتون درلود؛ په داسې حال كې چې د افغانستان هوايي حريم هم په پوره معنا د امريكا په لاس كې و.

اغلو او ښاغلو،

په افغانستان كې جګړه اوږده شوه، د جګړې د پايلو درك نه لګيږي او د جګړې موخې ګونګې دي؛ سربېره پر دې چې افغانان د جګړې له اوږدېدا كړېږي، په افغانستان كې د امريكا د حضور د موخو په تړاو په خپله په افغانستان او سيمه كې شكونه پيدا شوي دي. د اوسني وضعيت د سمون لپاره امريكا بايد د ټولو ښكېلو لوريو باور بېرته ترلاسه كړي؛ په ځانګړې توګه افغانانو ته د دوى د هېواد د سلامتيا په تړاو ډاډ وركړي. روسيه، چين، هندوستان او ايران په دې سيمه كې لوى ځواكونه دي او په افغانستان او سيمه كې د سولې له هڅو سره اوږدمهاله مرسته كولاى شي.

ياد شوي قدرتونه بايد د تروريستي كړنو، چې د دې سيمې ثبات ګواښي، پر وړاندې په ګډه مبارزه وكړي. په ورته وخت كې امريكا بايد له نورو اړوندو هېوادونو سره يو ځاى د سولې لپاره يوه ګډه طرحه وړاندې كړي. كه د سولې او ثبات لپاره بېلوالى او سياسي اختلافات يوې خوا ته كړو، نو دا به په دې څو اړخيزه يا څو قطبي نړۍ كې ډېره ښه او د ټولو د سولې او ثبات په ګټه وي.

قدرمنو مېلمنو،

موجوده حالاتو ته په كتو سره، دا ښكاره ده چې د دې لاندې شرايطو له پوره كېدو پرته بريا ته نه شو رسېداى:

الف) افغانستان بايد د خپلو ټولو چارو حاكميت او مالكيت ترلاسه كړي، زموږ ډېر تاكيد په دې دى چې ازاد او عادلانه انتخابات وشي او د ملي مسايلو په تړاو عنعنوي لويه جرګه دايره شي.

ب) په افغانستان كې د نړيوالو او سيمه ييزو لوبغاړو ترمنځ د همكارۍ لپاره دې يو نوى ميكانېزم رامنځته شي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د تقابل پر ځاى د همكارۍ پر ډګر بدل شي.

موږ نه غواړو چې افغانستان دې د تروريزم د ملاتړ كوونكو او هغوى چې له تروريزم څخه زيانمنېږي، ترمنځ د جګړې پر ډګر بدل شي. زما هېوادوال نه غواړي چې فضا او خاوره يې كومه تروريستي ډله د بل چا پر خلاف وكاروي. كه داسې وشي نو زيان به يې ټولې سيمې ته ورسېږي.

اوس د دې وخت را رسېدلى چې په داسې يوه طرحه كار وشي چې موږ ټول پر يوې ګډې حل لارې راټول كړي، چې د موجوده ستونزو د حل لپاره همكاري سره وكړو. د سولې په لار كې د معنا دارو ګامونو د پورته كولو لپاره تر ګردو ډېر مسووليت د امريكا او پاكستان پر اوږو پروت دى. زموږ د كړاوونو ريښې په دې كې دي چې له لسيزو راهيسې په پاليسيو كې افراطيت د يوې وسيلې په توګه كارول كېږي. موږ په دې هيله يوو چې بالاخره پاكستان به دا ګواښ درك كړي او د ستونزو د حل لپاره به موږ ته لاس راكړي. د پاكستان حكومت بايد د خپلو خلكو لپاره هم دا كار وكړي، ځكه له كلونو راهيسې پاكستانيان د دې لنډپارې پاليسۍ له اغېزو ځورېږي. بايد ووايم چې موږ (افغانان) له خپلو خويندو وروڼو (د پاكستان له خلكو) د زړه له تله مننه كوو چې څو لسيزې يې زموږ ګرمه مېلمه پالنه كړې ده.

اوس دا ډېره روښانه ده چې د خشونت او يا د افغانانو د كورونو او كليو بمبارولو سره جګړه نه شي ختمېداى. پوځي حل لاره اوس تر بل هر وخت ډېره ناممكنه ده. سوله به هغه وخت راشي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاكراتو او ټولې پروسې واګي په ريښتينې توګه د افغانانو په لاس كې وي. دا كار به هله وشي چې پاكستان او امريكا صادقانه د سولې له هڅو ملاتړ وكړي او نور ګاونډيان او مربوطه لوري له پامه و نه غورځول شي، په هغو ځايونو كې چې د دوى (نور ګاونډيان او دخيل لوري) حتى الوسع، د سولې د هڅو ملاتړ وكړي او اسانتياوې ورته برابرې كړي.

ملګرو، استازو او قدرمنو مېلمنو،

اجازه راكړئ د خپل هېواد د تاريخ يوې ښې دورې په اړه درته ووايم؛ وروستي پاچا، محمد ظاهر شاه، د سړې جګړې پرمهال له ټولو د همكارۍ لار ونيوه او له يوه بلاك سره هم و نه درېد. د همدې پاليسۍ له بركته مسكو او واشنګټن هم مهاله د افغانستان د پرمختګ لپاره كار كاوه.

زه چې د افغانستان ولسمشر وم، كه څه هم حالات سخت وو او په افغانستان كې د امريكا او ناټو حضور پراخ و، بيا هم زما حكومت د نړۍ له نورو سترو ځواكونو، ګاونډيانو او سيمې سره د همكارۍ او دوستۍ پاليسي جوړه او عملي كړې وه. د دې پاليسي پر مټ موږ د پام وړ ثبات ته ورسېدو، موږ ته يې ډېرې ګټې درلودې او د بيارغونې لپاره مو ډېرې مرستې ترلاسه كړې. په دې برخه كې موږ د روسيې مننه كوو چې افغان له ځوانانو سره د تعليم په برخه كې او د امنيتي ځواكونو د روزلو او تجهيز په برخه كې يې مرستې كړې دي. افغانان غواړي چې هېواد يې ضروري د همكاريو پر ډګر بدل شي، افغانان له خپلو ګاونډيانو او په ټوله كې د سيمې له هېوادونو سره نږدې او دوستانه اړيكې غواړي.

مننه عاليجنابانو، اغلو او ښاغليو.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د