نظــر

له پایلو وروسته

د جوزا څلورویشتمه په ټول هېواد کې د غم ورځ وه، خو په څو څوکۍ دوستو دښادۍ ورځ وه. د ټاکنو په نامه د افغان وژنې د دویمې دسیسې حقایق د تېر په څېر اوس بیا وروـ ورو را میدان ته کېږي.

په دغه ورځ د هېواد په لر او بر کې نږدې زر بریدونه شوي دي، په یادو بریدونو کې که یوـ یوتن وژل شوی، نو دغه ډیموکراټيکي ټاکنې (!) پرې نه ارزي. مګر بیا هم د غرب تالۍ څټو د خپلو بادارنو په اشارو په یاده ډرامه کې خپل تمثیل وکړ او په اصطلاح رڼې ټاکنې يې ترسره کړې. د دې رڼو ټاکنو رڼتوب اوس ورو ـ ورو دهماغه چا له خوا ربربنډېږي، چې نور خلک يې هم دې ګمراهۍ ته ورټېل وهل.
زه په خپله په دې باور یم، چې شعوري او دستوري د رايې استعمال له ایمانه ځان خلاصول دي، ځکه چې د رايې معنی داده چې رایه اچوونکی دغه نظام او ډیموکراټيک اصول په رسمیت پېژني او په مشروعیت ورته قایل دی، څوک چې یاد نظام مشروع وبولي هغوی د امریکا اشغال اشغال نه بولي، څوک چې د امریکا یرغل ته مشروعیت ورکړي، نو په وړاندې يې مبارزه ناروا بولي او څوک چې روا ناروا وبولي، نو خبره ډېره وړاندې ځي.
پر دې سربېره د مزدورې میډیا په زور یرغلګرو ځینې افغانان وغولول او د ټاکنو په نامه ډرامه څه ناڅه تمثیل شوه. سره له دې چې د واک تږیو ته ملت په وینو کې لړل کومه سخته خبره نه ده، مګر د ډرامې دغه تمثیل په دومره مصرف او دومره مرګ ـ ژوبلې نه ارزېده. خو بیا هم مصرف، مرګ ـ ژوبله، تبلیغات اوپوره زور سره سره د ټاکنو اړوند اوس هغه څه رابربنډېږي، چې بې له شکه ټول ډيموکراټان يې په خپله ډیموکراسي سست باوره کړي دي.
د ټاکنو په پایلو کې که د شمال د ټلوالي قاتل او فاحش واک ته ورسېږي، نو د پردیو معیارونو مفکر او دهغه چاپلوسان يې ځکه نه مني، چې هغوی د تل په څېر په خپلو یخو دفترونو کې د هېواد له ګوټ ګوټه د خپل پیریانو په مټ خبرېږي او دوی لا د ټاکنو په ورځ نارې وهلې، چې اشرف غني به یې خامخا ګټي، مګر بیا يې هم د ټلوالې ذلیل ته د ذلالت چل ورځي، ښايي دوستم د ځان کړي او امریکا هم د ده په مشرۍ هغه څه وکړي، لکه په عراق کې چې اقلیت په اکثریت سپور کړي او داخلي جګړو ته لاره هواره شي.
مګر دا که مفکر واک ته ورسېږي، څه به کېږي؟
خبره اسانه ده، مفکر د خپل تفکر په زور بیا تحول ته اړ دی، چې له خپلو ټولو کړو ژمنو نه تحول وکړي او یوبل مخ خپل کړي اوبیا دوام ورکړي. که څه هم د غه ډارمه په هېواد کې د پښتون او پاړسیوان په نامه د تعصب کرلو یوه ډېره پراخه هڅه هم وه، چې په دې سره نو بیا د سیکولریستانو لوی ارمان ـ د ګران هېواد تجزیه ـ ته لاره هوارېږي، چې ښايي د دوی دا ارمان د دوی د پلرو په څېر دوی تر قبرونو ورسوي.
په ارګ کې د اشرف غني په نصبېدوه شونې ده چې:
۱. که پخپلو ژمنو وفا وکړي، او د کور کالي ډوډۍ شعار ته عملي جامه ورواغوندي، او د ده په خبره مفسد چارواکي ورک کړي، نو ښايي واک يې یو څو میاشتې وچلېږي.
۲. که ډېر تند لاړ شي، ښايي د خپل لومړي مرستیال عصاب ورته خراب شي او مرۍ يې ورخپه کړي.
۳. که دا دواړه ونه شي، نو د شمال ټوله ټلواله به د مشهورو قاتلینو او مفسدینو په مشرۍ په خپل واک کې ورشریکه کړي، ترڅو يې خوله او لاسونه ور وتړي. چې په دې توګه به بېرته صحنه تکرارشي، او د مفکر بلواکي به لکه د کرزي دیارلس کلنه دوره داسې وي، چې د پښتون په نامه به یوه مهمه څوکۍ ډکه وي، خو واک به له ټلوالي سره وي.
د ټاکنو دواړو لوریو ته کره معیار خپله ګټه ده، که یې څوک په پلوی غږېږي، سپین چرګ او ملي اتل دی، خو که يې د دوی په زیان او حقه خبره وکړه نو ملي خاین دی.
د اشرف غني پلویان د امرخېل په ملاتړ غونډې کوي خو عبدالله عبدالله يې له دندې ګوښه کېدل غواړي.
په ارګ کې د بلالي اذان په تمه.

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x