د ایف بې ای مامور: ټرمپ د ولسمشرۍ اخلاقي وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د ایف بې ای پخوانی مامور جیمز کومي وايي ټرمپ د امریکا لپاره د ولسمشرۍ اخلاقي وړتیا نه لري.

کومي، له یوه تلویزون سره په خبرو کې ويلي چې ټرمپ ته «ښځه یوازې د غوښې ټوټه» ښکاري، د ده په وینا هغه مېرمنو ته په کوم انساني کرامت قایل نه دی.

دې مامور وړاندې ویلي، د ټرمپ لپاره حقیت اصلاً مانا نه لري، په وینا يې ټرمپ له جسمي اړخه سم ښکاري، خو له اخلاقي اړخه اصلاً د ولسمشرۍ لایق نه دی.

جیمز کومي چې د بارک اوباما له وخته يې په ایف بې ای کې دنده ترسره کوله، د تېر کال په می میاشت کې له دندې وشړل شو.

هغه د ټرمپ په اړه ویلي هغه د امریکا په اړه د رښتیا اورېدو وړتیا نه لري، په داسې حال کې چې ولسمشر باید دا تحمل ولري.

جیمز کومي د ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته يې د امریکا پر حالاتو يو کتاب «مهمه وفاداري؛ رښتیا، دروغ او رهبري» په نوم لیکلی دی، چې ښايي نن په امریکا کې ووېشل شي.

ټرمپ د کتاب تر وېشل کېدو وړاندې د جیمز کومي په اړه پر ټویټر څرګندونې کړې او هغه يې دروغجن انسان بللی دی.

هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نوماند و، په اړه يې د وخت ولسمشر بارک اوباما هم ورته څرګندونې کړې وې او ټینګار يې کړی و، چې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ وړتیا نه لري.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د