شعـــــرونه

د کندز د ماشومو شهیدانو په یاد کې – د ملا عبدالسلام ضعیف شعر

دغه بد رنګ انسانان وينم چې دنيا قتلوي
سبا دي وار دی خوشاليږه مه، چې ما قتلوي

په بيل نامه د بيل هدف لپاره هر څه وژني
کرار کرار اول احساس بيا دي تقوا قتلوي

بيا دي ضمير وژني د ټول معنوي فکر سره
بيا د نفاق په توره يو بل په سلا قتلوي

د هري ورځي پيښه بيل بيل امتحان وګڼه
تصادم نه دی، ستراتيجي ده، هره خوا قتلوي

ماشومان وژني، ښځي وژني، زوړ او ځوان مو وژني
څوک په تورتم څوک په تهمت څوک برملا قتلوي

ټوپک دبل مرمی دبل ماشه دبل په خوښه
دغرور څلي رنګ په رنګ جلا جلا قتلوي

امر د بل، مأمور مي خپل، قاتل مقتول مو دواړه
مرتزقه لکه ليوان اوس بې ګنا قتلوي

نن دي د تور، سبا د سور، بيا به د سپين په نامه
هغه دوستان چې تا بللي، بيا به تا قتلوي

سادګي نه ده نه ساده دکمان غشی درومي
هدف واضح دی، يا دي سر، يا دي پيشوا قتلوي

غلامي ومنه سر ټيټ کړه بيا خاموشه اوسه
کنه په نوم دي د طالب او د ملا قتلوي

ضعيفه نه ښايي دوستي له کافرانو سره
نن په ټوپک، بيا دي د زهرو په حلوا قتلوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx