افغانستان

د طالبانو مشرتابه شورا له ټاکنو سره د ولس پراخ پرېکون وستایه

نن ټکی آسیا: د طالبانو د مشرتابه شورا په یوې اعلامیې کې له ټولو هېوادوالو، علماوو، مخورو، مجاهدینو، خپلواکو رسنیو او نورو څخه چې، له انتخاباتو سره یې پرېکون کړی او په همدې تړاو یې خلکو ته معلومات ورکړي، مننه وکړه.
دوی همداراز خپل ټول مجاهدین چې د دوی په وینا د سرونو په نذرانه یې د دې شیطاني لوبې د شنډولو هڅه وکړه، ستایلي دي.

دا هم تاسو او دا هم د اعلامیې کټ مټ متن :

د اسلامي امارت د رهبري شوری لخوا له خپل اولس او مجاهدینو څخه د مننې پیغام

تیره ورځ د جوزا په ۲۴ مه نیټه زموږ د دین او وطن دښمنانو زموږ د هیواد داشغال  او خپل شتون دتوجیه کولو لپاره یوځل بیا دانتخاباتي دسیسي د سرته رسولو هڅه وکړه ، دوی د پراخو تبلیغاتو او زیات مقدار پیسو په مصرفولو سره هڅه وکړه، دانتخاباتو په نوم ګمراه کوونکي او نمایشي پروسه تمثیل کړي، خو لله الحمد افغان ویښ او بادرکه اولس په خپل یومخیز پریکون او جهادي غبرګون سره ددښمن په شومو هیلو خاورې واړولې، دښمن یي په خپلو ادعاوو او څرګندونو کې ټولې دنیا ته دروغجن او مختوری ثابت کړ، هغه دښمن چې انتخابات یي یوه افغاني پروسه ښودله، د ولسي پریکون په نتیجه کې نړۍ او هیوادوالو ولیدل، چې انتخابات په مطلق ډول ناکام او له ولسي مشارکت څخه عاري وو .
مؤمن اولس نه یواځې ددښمن انتخاباتي پروسه تحریم کړه بلکې ددې پروسې د شنډولو او ګډوډولو لپاره یي له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د جواز د ۲۴ مې په کمساري جهادي حماسه کې برخه واخیسته ، مجاهدین دالله تعالی په نصرت او د اولس په ملاتړ وتوانیدل چې په دښمن سلګونه بریدونه وکړي، دښمن دهیواد په  هره نقطه کې تر اور لاندې ونیسي او د دیموکراسۍ  دولتي جشن یي په غم ورولړي .
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا له خپل متدین اوبادرکه اولس څخه ددې سترې کارنامې دترسره کولو له امله مننه کوي ، او دا چې دکفري پروسو په عوض یي دین ته تعهد ثابت کړ له الله تعالی څخه ورته کامل کامل اجرونه غواړي .
همدارنګه  له خپلو هغو مسلحومجاهدینو څخه هم مننه کوو چې دخپلو وینو په قیمت او د سرونو په نذرانه سره یي د اشغالګرو کفارو انتخاباتي پروسه شنډه کړه او دښمن ته یي اجازه ورنه کړه چې داسلام په دې ټاټوبي کې کفري عملیې ترسره کړي، دغه راز د قلم  او مطبوعاتو د ډګر مجاهدین چې د تل غوندې یي د جوزا په ۲۴ مه نیټه هم مطبوعاتي سنګر وپاله ، ددښمن له دروغجنې پروسې څخه یي پرده پورته کړه، د مجاهدینو دفتوحاتو او حماسو خبرونه یي دنړۍ اوهیواد ګوټ ګوټ ته ورسول او ددښمن ټول تبلیغات او میډیایي بریدونه یي دفعه کړل دالله تعالی له دربار څخه  ورته  کامل اجرونه  او د مزید خدمت توفیق غواړو .
موږ باور لرو چې د حق سنګر د مجاهدینو دا تاریخي قربانۍ او دکفري پروسو په مقابل کې استقامت به داسلامي تاریخ زرین څپرکي جوړوي، د دوی کړنې به نه یوازې په معاصر وخت کې د کفر او نفاق د محوې سبب وګرځي بلکې په برکت به یي الله تعالی زموږ راتلونکي نسلونه هم  له کفري اشغال، بي دینه واکمنۍ او فکري یرغلونو څخه خوندي وساتي.
اسلامي امارت په خپل مجاهد اولس او فداکارو مجاهدینو ویاړي او دحق په لاره کې مدبرانه ، جرأتمندانه  او د قربانۍ په روحیه مالامال مبارزې ته یي دقدر په سترګه ګوري، الله تعالی دې ټولو ته د خپلو جهادي هلوځلو په عوض د دنیا او آخرت سعادت او سرلوړي نصیب کاندي . آمین یا رب العلمین

والسلام 

   داسلامی امارت رهبري شوری
۱۴۳۵/۷/۱۷هـ ق
۱۳۹۳/۳/۲۵هـ ش ـــ 2014/6/15م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x