ایا دلته اروپا کي موږ د اهل کتابو سره نکاح کولای سو؟

سوال: دلته اروپا کي یو هلک دئ، چي د یوې عیسایي نجلۍ سره مینه لري، له هغې سره جنسي اړیکي لري، اوس دغه هلک غواړي چي له دغې نجلۍ سره واده وکړي او هغه مسلمانه کړي، خو بل لورته ددغه هلک د مور او پلار خوښه نه ده، اوس څه وکړو؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: مسلمان نارینه د داسي کتابیه ښځې سره نکاح کولای شي چي هغه ښځه به پاکدامنې وي، چي په قرانکریم ورته د((محصنات)) توری راغلی دی.

۲: اهل کتاب به عیسایي یا یهودي وي، په وحی، رسالت او اخرت به ایمان لري، که دهریه وي د الله نه منکره وي او یواځې په نامه عیسایي او یهودي وي نو دا د اهل کتابو په لړ کي نه راځي یعنې نکاح نه ده وسره روا.

۳: په غیر مسلم هیواد کي د یهودي او عیسایي ښځې سره نکاح کول د ځینو فقهاؤ په نزد حرام دی(مکروه تحریمی) .

د موجوده نړۍ عیسایان او یهودان اهل کتاب بلل کيږي خو په دوی کښې زنا، فحاشي، بربنډتوب او نور ناروا تعلقات زښته ډېر دي، او حتی په اوسنۍ عیسایي او یهودي نړۍ کي بد حالت و دې اندازې ته رسېدلی دئ چي تر ځناورو هم بد تر دی.

بله داچي زیات اهل کتاب، ملحدان دي او د مذهب نه بېزاره دي، له اخرت څخه منکر دي، چي دداسي عیسایانو او یهودانو سره نکاح قطعي حرامه ده،

(فقهی جدید، لیکوال: حضرت مولانا خالد یوسف صاحب)

دغه نجلۍ ستاسو د وینا مطابق مخکي لا ددغه هلک سره جنسي اړیکې لري، یعني دغه نجلۍ یوه فاحشه ده، له همدې کبله باید په نکاح نسي.

و بل لورته امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر رضی الله عنه د اهل کتابو ښځو سره نکاح منع فرمایلې ده، دا ځکه چی اهل کتاب فاحش، بې حیاء او بربنډ دي

و بل لورته د کتابیه ښځو سره نکاح کول و امت مسلمه ته په تاریخ کي تاوانونه هم رسولي دي، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه دا حس کړه، او مسلمان حکمرانان یې په خصوصي ډول سره د اهل کتابو سره د نکاح کولو څخه منع کړل، د حضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چي حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه چي کله و مداین ته ورسېدئ نو هلته ئې د یوې یهودۍ نجلۍ سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چي کله خبر شو نو خبر یې ورکړ او ورته ئې ولیکل چي طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چي ولي ایا دا زما لپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چي حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکو په ښځو کي عموما پاکدامنې او عفت نشته، له همدې کبله بېرېږم چي ددې خلکو په ذریعه ستاسو په کورنۍ کي فحاشي او بدکاري داخله نشي.

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه دوهم لیک دادی:

اعزم عليک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبيلها فانی اخاف ان يقتديک المسلمون فيختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمين (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)

ژباړه: زه و تاته قسم درکوم چي زما ددې لیک نه مخکي چي پخپل لاس کي ئې کښېږدې نو و هغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یې کړه ځکه چي زما وېره ده چي نور مسلمانان به هم ستا څخه عبرت واخلي او د ذمیانو کتابیانو ښځو لره به د دوی د ښکلا په وجه سره په مسلمانو ښځو باندي ترجیح ورکړئ نو د مسلمانو ښځو دپاره به ددې نه لوی مصیبت بل څه وي.

(ابوبکر جصاص رازی، احکام القرآن ج۱)

ددی واقعې نقل کولو نه وروسته حضرت محمد بن حسن رحمة الله علیه فرمایي چي حنفی فقهاء اختیار لري، چي د اهل کتابیه سره نکاح خو حرامه نه ده لکن د نورو فسادونو له کبله دا ګناه ده او مکروه ده.

غرض داچي د قران، سنت او د صحابه کرامو د عمل مطابق په مسلمانانو لازم دي چي د نن ورځې د کتابیانو ښځو سره د نکاح کولو څخه پوره ځانونه وژغورئ.

تفسیر معارف القرآن، ۲ټوک، ۱۱۸ مخ

لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه.

د امت علماء کرام د اهل کتابیه ښځې سره نکاح جائز نه بولي:

همدارنګه امام محمد رحمة الله علیه پخپل کتاب کښې د سیدنا حضرت عمر رضی الله عنه ددې قول نقل کولو نه پس لیکلي دي چي د احنافو فقهاؤ د کتابیه ښځو سره نکاح کول مکروه ګڼي. (کتاب الاثار ص ۱۵۶)

علامه ابن همام نقل کړیدي چي حضرت طلحه رضی الله عنه او کعب بن مالک رضی الله عنه ته هم حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کتابیه ښځو سره په نکاح کولو سخت خبرداری ورکړی دی او دا حکم یې ورکړ چي دوی ته طلاق ورکړئ. (فتح القدیر).

اهل کتاب یعنی یهود او نصاری چي کوم په دې زمانه کي دي دا پر دوه ډوله دي:

۱: یو هغه دي چي پخپل دین باندي قایم انجیل او تورات اسماني کتابونه بولي او عیسی علیه السلام واجب الاحترام پیغمبر یا د الله زوی یا خدای مني، موسی علیه السلام مقدس رسول ګڼی د داسی یهودو او نصاراؤ سره د مسلمانانو نکاح جائز ده، با وجود ددوی د عقائدو ددوی سره نکاح جائزده، داځکه چي قران کریم وایي:

وقالت الیهودعزیرابن الله وقالت النصاری مسیح ابن الله (التوبه: ۳۰)

ژباړه: یهود وایي چي حضرت عزیر علیه السلام د خدای زوی دی او نصاری وایي چي حضرت عیسی الله السلام د خدای زوی دی.

نو خدای د اهل کتابو عقائد ذکر کړیدي او په هغه وخت کي هم دوی دا ویل، ددی با وجود د دوی سره نکاح رواده.
بل ځای قرانکریم وایي:

والمحصنت من الذين اوتوالکتاب من قبلکم اذااتيتموهن اجورهن محصنين غيرمسفحين ولامتخذی اخدان. (المأيده: ۵)

ژباړه: او د هغو پاک لمنو ښځو نکاح چي تر تاسی مخکي کتاب ورکړی شوی دی حلاله ده، په دې شرط چي د دوی مهرونه ورکړئ حال داچي د انکاح کوونکي اوسی نه زناکوونکي او په پټه سره جنسي نا مشروع اړیکې ټینګي نه کړی.

دلته قرانکریم دعفت یادونه کړېده، او مسلمانانو ته وایي چي که تاسی داهل کتابیه ښځو سره نکاح کوئ نو فاحشه به نه وي، نه به زنا کاره وي، او نه به یې په پټه سره کوم یار نیولی وي، که دا شرطونه چي قرانکریم ټاکلی دي دا پر ځای شي نو د اهل کتابیه ښځو سره نکاح روا ده، او که چیری دا د قرانکریم شرطونه پر ځای نشی نو جائزه نه ده.

و صح نکاح کتابیة مؤمنة بنی مقرة بکتاب منزل (الدرالمختار، کتاب النکاح، فصل فی المحرمات، ۳/ ۴۵)

شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب هم لیکي چي له اهل کتابو سره نکاح ښه نه ده، داځکه اوس اهل کتاب نسته اکثره یې دهریان دي لکه:

د عیسایی ښځې سره د مسلمان نکاح شرعاً منعقد کیږي، خو شرط دادئ چي ښځه واقعاً په عیسوي مذهب باندي ولاړه وي.

وفی ردالدرالمختارج: ۳: ۴۵، واعلم ان من اعتقد دینا سماویا له کتاب منزل کصحف ابراهیم وشیث و زبور داؤد فهو من اهل کتاب فتجوز مناکحتهم

د نن سبا د عیسایانو په شان نه وي چي په نوم خو عیسایي وي او عقائد یی ددهریانو وي چي خدای او رسول هیڅوک هم نه مني، ورسره دوهم شرط دادی چي نکاح یی په شرعي طریقې سره د دوو شاهدانو په مخکي شوې وي که دا دواړه شرطونه موجود وي نو نکاح یې صحیح ده.

والله سبحانه اعلم

۷/ ۳/ ۱۳۹۷ هـ

(فتوا نمبر: ۳۱۱/ ۲۸ ب)

فتاوی عثمانی، ۲ټوک، ۲۹۱ مخ

لیکوال: شیخ الاسلام حضرت مولانا محمد تقی عثمانی مدظله العالیه

نتيجه:

۱: د عیسایې او یهودۍ (اهل کتابیه ښځو) سره نکاح رواده.

۲: دا کتابیه به پتمنه وي لکه په قران کریم چي (محصنات) لفظ ورته راغلی دی، که محصنه نه وه نو نکاح ورسره جایزه نه ده.

۳: دا کتابیه به پر رسالت د حضرت عیسی علیه السلام او یا حضرت موسی علیه السلام پر نبوت باندي به ایمان لري او پرهغه الهی کتابو (انجیل عیسی علیه السلام، تورات موسی علیه السلام او زبور داؤد علیه السلام) باندي به ایمان لري، پر آخرت به ایمان لري، که څه هم یهودیان عزیرعلیه السلام د خدای ځوی بولي، او که څه هم عیسایان حضرت علیه السلام د خدای زوی بولي او داسی نور… دا اهل کتاب دي.

۴: داچي کتابیه ښځې اکثره وخت عفتناکه نه وي نو له همدې کبله حضرت عمر رضی الله عنه و حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه، حضرت طلحه رضی الله عنه او کعب بن مالک رضی الله عنه ته خبرداری ورکړ چي کتابیه ښځې طلاقی کړئ، او په (رد مختار) کي چي راغلی دی، چي دا نکاح مکروه ده وجه ئې داده چي په دوی کي عفت نشته، دا ځکه چي هغه بایبل چي دوی یی لري په هغه کي داسی فحش ایاتونه دي چي دلته یې زه ذکر نشم کولای چي یواځی د جیمی سواګاټ په آند په بایبل کي لس (۱۰) ځایه د محرماتو سره زنا پکښی ده، لکه د پلار د لور سره زنا، د خُسر د مږور سره زنا، د زوی د مور سره زنا او داسي نور… نو ځکه حضرت عمررضی الله عنه له دې نکاح څخه منع وکړه.

۵: که چیری مسلمان نارینه په دې پوه شي چي و کور، فامیل او ټولنې ته مي ددي کتابیه ښځی له کبله فحاشی، بربنډتوب او بې حیایې راځي، او یا مي اولاد کافران کيږي، او بې لارې کيږي نو په دغه صورت کي هم نکاح نه ده روا.

۶: که چیری په نامه یهودۍ او عیسایي وه ، پر نبوت د حضرت عیسی علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام یې ایمان نه درلودئ، او دهریه وه، لادینه وه، او الهی کتابوته یې تقدس نه درلودئ نو د داسی په نامه ښځې سره هم نکاح نه ده روا.

۷: که چیری یو مسلمان نارینه یوه عفتناکې کتابیه ښځه پیدا کړل، او د کتابیې ټول شرطونه پکښی وه، فاحشه نه وه، نو که دا مسلمان نکاح ورسره وکړي جواز ئې شته، خو دا نکاح به د اسلام مطابق وي، یعنی د مهر ټاکل، دوه شاهدان، او خطبه، دا نکاح به یواځی په یوه کاغذ په وجه سره نه وي، چي نکاح رجسټریشن ورته وایي.

۸:د مسلمانې خور نکاح له نارینه عیسایي او یا یهودي سره روا نه ده که چيری دا نکاح هر ځای صورت نیولې وي فوراً دي بېل شي او دا جائز نه ده چي یوه مسلمانه ښځه یو یهودي یا عیسایي په نکاح کړي، تجدید د نکاح دي د مسلمانې ښځې سره وکړي او تجدید د ایمان دي وکړي.

ستاسو دغه هلک په یوه شرط له دغې نجلۍ سره نکاح تړلای سي:

۱: دغه هلک او دغه نجلۍ دي دواړه پر مخکنۍ زنا باندي توبه و باسي.

۲: دغه نجلۍ دي مخکي تر نکاح تړلو په اسلام مشرفه سي، بیا دي ددغه هلک سره نکاح وتړي.

والسلام

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. زما په نظر مهمی مسئلې ته ګوته نیولې شوېده. د پورته موضوع پر مذهبی اړخ زموږ دروند او ګران ورور جُبیر صاحب رڼا اچولې ده چه د مننی او تشکر ځای لری. د اجتماعی- کورنی- محیطی- اخلاقی- فرهنګی او…..اړخ او زاوئې څخه به زه هم ستاسی په اجازه یوه نازکه رڼا واچوم ځکه ما دلته په اروپا کی د پنځو شپږو هندی بایسکلانو د دوام عُمر تېر کړیدی او تر ډېره می دا ډول مسائل یا له نژدې لیدلی او یا هم اورېدلی دی. دلته په مغرب زمین کی د دوو مختلفو فرهنګونو د لارویانو تر منځ د… نور لوستل »