ادبي لیکني

د جادويي مېوې اصلي جادو (نکل)

 د مزدورانو ډله د خپل کلي پر لور روانه وه. دوی د ځان سره هغه «جادويي ميوه» هم درلوده چي په ليري پراته کلي کي ورته د کار د حق الزحمې په توګه ورکول سوې وه. کله چي دغه کسان تر څلورم غر واوښتل نو سخت تږي سول.

همدا ؤ چي جادويي ميوه يې په خورا شوق سره کشه کشه کړه. خو د جادويي مېوې لومړی خټکي ډېر بېخونده ؤ. بيا يې بل پسي مات کړ، کشه کشه (ټوټه ټوټه) يې کړ خو هغه هم بې خونده وختی. يو په بل پسي يې د جادويي مېوې ټول خټکي بدخونده وختل. همدا ؤ چي د زياتي ناهيلۍ او عصبانيتوب له کبله د ډلې يو يو کس راتلی او پر جادويي مېوې يې بولې کولې. په دې توګه سره ټولو مزدورانو پر ټولو کشو بولي وکړې.

تر اتم غر له اوښتلو وروسته دغه ډله دومره تږې سوه چي نور ورته بېره پيدا سوه چي که څه ونه چښي نو به مړه سي. اوبه هم نوري ورته پاته نه وې. په داسي يو حالت کي چاپي ګر وويل چي د جادويي مېوې يوه داسي کشه يا ټوټه يې په ياد ده، چي ورباندي بولي نه وې سوي.

کله چي د مزدورانو ډله بېرته پنځم غر ته راغله، نو پکښي اختلاف پيدا سو. يو ويل هغه ټوټه پاکه ده بل ويل نه هغه بله ټوټه. بالآخره دوی پرېکړه وکړه چي د اکثريت د رايي پر اساس به د پاکي پاته سوې ټوټې انتخاب کوي. همداسي يې وکړه. يوه لويه ټوټه يې وموندله او په ګډه يې وخوړله. دوی ډېر حيران سول ولي چي مخکنۍ ميوه چي ډېره بدخونده وه اوس خورا مزه داره ورته معلومه سوه. خو د جادويي مېوې د پاکو ټوټو موندنې او پر هغه رايه اچونې پروسې دوام پيدا کړی. بالآخره مزدورانو ټوله ميوه داسي وخوړله چي نه لويه او نه يې وړه کشه پاته سوه. حتی پوستکي يې لا هم پاته نه سول.

کله چي د مزدورانو د جادويي مېوې په اصلي جادو سر خلاص سو، نو يې پرېکړه وکړه چي په خپل کلي کي به يې پاليزونه جوړ کړي.

احمد ولي اچکزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x