سامسنګ د سپین ږیرو لپاره نوی ځانګړی ځیرک مبایل وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۷ل): د مبایل په نړۍ کې د پرمختګ یو لامل انټرنیټ او بله کامره ده، له دې دواړو پرته د ځیرک مبایل استعمال بیکاره شمېرل کیږي، آیا تاسې دا فکر کوئ چې په نړۍ کې به داسې «ځیرک مبایل» وي چې هیڅکله له انټرنیټ سره نه وصل کیږي؟

همدغسې یو ځیرک مبایل په تېره نیږدې کې سامسنګ کمپنۍ د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړی، چې د هرې کمپنۍ او ټچ سکرین مبایلونو څخه بلکل بدل دی، او په هیڅ کومه لاره له انټرنیټ سره نه وصل کیږي.

سامسنګ کمپنۍ پخپل تازه کړي اعلان کې ویلي چې دوی ګلیکسي جی ۲ پرو «J 2 Pro» نوی ځیرک مبایل چې له انټرنیټ سره د نه وصل کېدو ځانګړتیا لري، د زده کونکو او سپین ګیرو لپاره ځانګړی وړاندې کړی دی.

د «ډان نیوز» د راپور پر اساس سامسنګ کمپنۍ وایي چې، په دې ځیرک مبایل کې ډیټا لکه تري جي 3G، ایل ټي ای LTA او وایفای Wifi بند شوي دي، ددې ځیرک مبایل د جوړولو موخه همدا ده چې زده کونکي پر خپلو زده کړو تمرکز وکړي او د انټرنيټ یو شمېر اپلیکیشنو څخه لري واوسي، همدا راز دا مبایل د هغه سپین ږیرو لپاره ځانګړی شوی چې هغوی په اصل کې د انټرنیټ سره وصل کېدل نه غواړي.

معنا دا چې په دغه مبایل کې به ګوګل، انسټاګرام، ټویټر، فیسبوک، واټساپ، ویچاټ، یوټیوب او داسې نورې اپلیکشنې د انټرنیټ له لارې نه کارول کیږي.

خو له دې پرته نور کارونه لکه ټیلیفون کول، پیغام لیږل، عکسونه او ویډیوګانې جوړول او داسې نور ډېر کارونه ترسره کیږي، المهم؛ هر هغه کار چې له انټرنیټه پرته ترسره کیږي دغه مبایل یې د ترسره کولو وړتیا لري.

په دغه مبایل کې ۵ انچه QHD ایمولیډ ډیسپلی، ۱.۴ ګیګا هرټز کواډ پراسیسر لري، ۱.۵ جي بي ریم لري، داخلي ذخیره نه لري، او همدا ډول د مبایل بیټرۍ یې ۲۶۰۰ mAh امپایره ده. د مخ/سیلفي کامره یې ۵ میګا پيکلسه او د شا ۸ میګا پیکسله کامره لري.

ددغې ځانګړي مبایل بیه ۱۸۵ ډالره ده، چې اوسمهال په جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شوی او ډېر ژر به نورو هېوادو کې هم وړاندې شي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمدالله همدرد
میلمه
حمدالله همدرد

بيا د خپلو ماتو ماتو هيلو منظـره ګورمــه
د يــار زړګي ته اوس د تللو دروازه ګورمـه

په سيند لاهـو يـم د آواز د راکـولو خدايــه
هيڅـوک مـي نشته د وتـلـو کـناره ګورمــه

پـه نيمه شــپه کـي د ماضـي صحـني مــي
داسـي ښکـاريږي لکه زه چي ډرامه ګورمـه

مـودي دي وشــوي رانه تللي په سفر لالـيـه
د مـودو روسته ستا د ياد هغه ډيوه ګورمه

خــوږي، ترخـي، د ژونـد يــادونه، مـي ټــول
څنګه راټــول د واړه عـمـر فـلســفه ګورمــه

دلته ورک شوي وم همدرده ددي خاورو سره
د هغه ذره ذره وجود مي اوس سايه کورمه