
د مزار شريف چاودنه شپاړس تنه ټپيان شوي
نن ټکی اسيا: نن دوشنبه له غرمې مخکې د مزار شريف ښار کې بلخ دروازې ته څېرمهد پوليسو پوستې سره نژدې يوې چاودنې لږ تر لږه شپاړس تنه ټپيان کړي دي.
د بلخ ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې چاودنه د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکيو په واسطه شوې، چې شپاړس تنه يې ټپيان کړي دي. ويل کيږي، چې ټپيان د بلخ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پيښې مسؤوليت تر اوسه هيچا نه دی منلی.