نړۍ

عمران خان: امریکا پاکستان د «ټشو پېپر» په توګه کارولی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې امریکا هر وخت پاکستان د ټشو پیپر «تشناب کاغذ» په توګه کارولی.

نوموړي د روسیه ټوډې تلویزون سره په مرکه کې وویل: «متاسفانه چې د پاکستان اقتصادي وضعیت قوي نه دی، بلکې د یوه اقتصادي بحران سره مخ دی، ځکه نو د امریکا اقتصادي بندیزونه به یې نور هم کمزوری کړی، خو زه وایم، ایا دا عدالت دی؟ ایا دا روا دي؟ ایا امریکا به پاکستان داسي کاروي لکه یو ټشو پیپر چې هر څومره یې وکاروي، اخیر یې بیا هم غورځوي؟ زه فکر کوم دا ډیر غیر اخلاقي کار دی».

د پاکستان د جیو نیوز د راپور سره سم نوموړي دغه خبر د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې امریکا غواړي پاکستان په خړ لیست کې واچوي.

دا چي امریکا پر پاکستان تور پوري کوي چې د تروریزم ملاتړ کوي، په اړه یې عمران خان وویل: زه فکر کوم دا د پاکستان سره بې عدالتي ده، تاسو پوهیږئ، هغه هیواد چې د امریکا په جګړه کې یې برخه واخیسته، په داسي حال کې چې د یولسم سپتمبر د پيښې سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده، هیواد یې تر بل هر هیواد زیاتې قربانۍ ورکړې.

پاکستان تر ۷۰ زره زیاتې قربانۍ ورکړې، او اکثره له دې وجې ووژل شول چې دوی باندي د امریکا د ملاتړ تور وو او بمونه په کښي وچاودېدل، او یا یې هم د امریکا جګړه په خپل هیواد کې دننه کول، خو بیا هم امریکا پر پاکستان تور پوري کوي چې د تروریستانو ملاتړ کوي او بندیزونه باندي لګوي. دا هیڅ د منلو نه ده چې امریکا په افغانستان کې خپله ناکامي پر پاکستان وتپي.

عمران خان وویل چې د پاکستان سره د امریکا مالي کومک ډېر په ګرانه تمام شوی. په تیرو ۱۵ کلونو کې چې مونږ هر څومره مالي کومک له امریکا اخیستی، د هغه کومک په بدل کې مو ۷۰ زره قربانۍ ورکړي، خپلې قبایلي سیمو مو ویجاړي کړې، مونږ خپل په هیواد کې دننه د ۳ څخه تر ۴ ملیونه انسانان بې کوره کړل، تر ۱۰۰ ملیارده ډالره مو اقتصادي زیانونه ولیدل. نو د امریکا دغه کوچنۍ کومک مونږ ته ډېر په ګرانه تمام شو. مونږ یو درس زده کړ، د پاکستان له نظره نور باید د هیڅ چا جګړه مونږ په خپل هیواد کې ونه کړو، زما غوندي خلک به د تل لپاره دداسي پلانونو مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي:

نوموړي د ټرمپ پر ستراتیژي نیوکه وکړه او وې ویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره باید ټول ګاونډي هیوادونه را غونډ کړل شي او په ګډه یوه سیاسي تګلاره جوړه شي، هغه زیاته کړه: «ټرمپ د افغانستان په تاریخ نه پوهیږي، افغانستان یو تاریخ لري، هغوی کله هم په خپل هیواد کې بهرنیان نه پریږدي، دوی هر وخت د بهرنیانو پر ضد مقاومت کړی دی».

عمران خان زیاته کړه: « ټرمپ که لږ هم تاریخ مطالعه کړی وای نو د روسیې او برتانويانو څخه به یې عبرت اخیستی وای، ټرمپ بیا هم د هغوی په څېر پر عسکري حل ټینګار کوي، د هغوی په رکم به ناکام شي، ځکه نو د افغانستان د شخړي حل یوازي په سیاسي تګلاره کې دی او د هغه لپاره باید ټول ګاونډي هیوادونه په اعتماد کې واخیستل شي».

د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح ویلي، د پاکستان ګټه په کمزوری افغانستان کې ده او دا چې پاکستان غواړي پر افغانستان کنټرول ولري، عمران خان وویل: دا لویه بد بختي ده.
افغانستان پاکستان ته ضرورت لري، او پاکستان په افغانستان کې امن او سوکالي ته اړتیا لري، بدبختانه دلته ستونزه داده چې امریکا په افغانستان کې د شخړو د حل لپاره پر عسکري اړخ ټینګار لري چې له امله یې د افغانستان جګړه په تاریخي لحاظ هم ورته اوږده جګړه شوه، او هم یې پاکستان ته بی انتها زیاتې ستونزې جوړي کړې، ځکه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د پخوا څخه یوه بې وزله سیمه پاتې شوې، هلته خلکو په ازاده توګه تګ او راتګ کړی، په یوه هیواد کې چې څه پيښيږي، په دوهم کې هم ورته تاثیر را منځته کیږي، ځکه نو مونږ په افغانستان کې د سولې غوښتونکي یو.

پاکستان باید د سولې مذاکراتو ته د طالبانو په اماده کولو کې رول ولوبوي:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، عمران خان وویل: دلته دوه شیان دی، یو طالبان هغه دي چې له افغانستان څخه راځي او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي، او یو هغه طالبان دي چې په افغانستان کې جګړه کوي.

پاکستان وایی چې د افغانستان څخه تروریستان راځي او دلته بریدونه کوی، ورته تور افغانستان پر پاکستان لګوي او وايي چې تر څو د پاکستان څخه افغانستان ته تروریستان راځي تر هغو مونږ په افغانستان کې جګړه نه شو ګټلای، زه دوه خبرې کوم، لومړی: ځیني وايي په افغانستان کې طالبان پر ۴۰ سلنه ځمکه واک لري، ځیني وايي پر ۵۰ سلنه، نو دغه ټوله طالبان به ولي پاکستان ته راځي په داسي حال کې چې دوی په افغانستان کې دننه دومره زیاته ځمکه په واک کې لري.

دوهمه خبره: دا منل شوې ده چې په افغانستان کې د سیاسي حل لاري نه بغیر سوله ناممکنه ده، نو ایا افغانستان او امریکا ته دا نه ده په کار چې د پاکستان څخه د طالبانو په راضي کولو کې مرسته وغواړي؟ ځکه نو د پاکستان رول باید دا نه وي چې نور خلک ووژني، نور خلک بندیان کړي او خپل ځانته نوري ستونزې ایجاد کړي، دوی باید د سولییزې فضا په را منځته کولو کې مرسته وکړي او خپل د تاثیر څخه مثبته استفاده وکړي.

زما په نظر افغانستان یو ډېر ویاړمن تاریخ لري، ددغه هیواد ولس د تیرو ۴۰ کلونو راهیسي په جګړه او سختیو کې کړیږي، که په نړۍ کې یو څوک امن او سولې ته اړتیا ولري نو هغه به د افغانستان ولس وي، او یوازینی لاره یې د سولې تفاهم دی چې د ټولو ګاونډیو هیوادونو په تفاهم او د افغانستان طالبانو ته په قناعت ورکولو سره ممکن دی. همدا یې یوازینۍ لاره ده.».

باید وویل شي چې روان کال ۲۰۱۸ په جولايي میاشت کې د پاکستان عمومي انتخابات تر سره کیږي چې د ځینو اټکلونو له مخې عمران خان کیدای شي دغه انتخابات وګټي او یا هم لویه ونډه ولري. نوموړي د پاکستان او افغانستان تر څنګ د هندوستان، کشمیر او امریکا سره د اړیکو په اړه هم خبرې کړي چې په لاندي ویډیو کې یې لوستونکي کتلای شي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

د عمران خان دې دواړه خطأ شي هم دين هم آخرت، دى ډېر لعين انسان دى دروغژن، پاکستان خو له سره دوه مخي هم سيمه يز سياست کې او هم بهرني سياست کې درلوده. په سيمه کې يې ترورستي ډلې په قبايلي سيمو کې جوړې کړې او د وزيرو اتيا زره عام نفوس يې بمبار ډ کړ خلک يې له دوکانو ووېستل د تالبان په نومونو ىې خرڅ کړل امريکا پخپله څېړنه او ږروېږنه وکړه ټول يې مالوم کړل چې عام وګړى ول او د پاکستان او قبايلي سيمو عام هټۍ وال ول، ښځې لکه عافيه صديقي تعليم يافته پاکستانيان… نور لوستل »

اقبال

مجیب الرجمان صاحب . زه باور لرم چه دا ستاسی مستعار نوم په دی انتخاب کړی چه تاسی د بنګال له فاشست مجیب الرحمان له لید لوری څخه متاثر یاست . کوم چه د هندوانو جاسوس وو او د هندوانو په قومانده او ملاتړ یی بنګال له پاکستان جلا کړو ، تاسی هم هڅه لری چه د افغانستان جنوب له نور افغانستان جلا کړی په دی کار کی ځانله نه یاست د انګرایزانو غلام غفارخان کورنی هم درسره ملتیالری . دا پورتنی لږه رڼا می د دی امله یاده کړه چه تاسی د کوم رنګ عینکو له مخی د عمران… نور لوستل »

مجيب الرحمان

اقبال جانه يا خو عقل دې د پاکستاني استخباراتو درڅخه پرېولى چې په دين دې هم شک مخې ته راتلاى شي ځکه پاکستان د فتنې خاوره ده او په يو يوازينى پاک دين اسلام کې يې د نېشنل جيو ګرافيک د 2004 کال ګڼې له مخې 23 فرقې رامنځته کړي. دوهم که داسې نه وي نو تاسو د انسانيت سره په ژوره توګه مخالفت لرئ او خپلواکي د وينا او حق ويل نشئ زغملى. لومړى دا درته ووايم چې نه شېخ مجيب الرحمان د بنګله دېش فاشيست و او نه هم زه د هغه له پوره فکر سره تړاؤ لرم… نور لوستل »

مجيب الرحمان

يو شى بايد وويل شي چې دلته عامه رسنۍ کې که څوک د تالبانو په هکله خپل نظر ليکي مانا دا نلري چې د خرڅ شوو کرزي او اشرف غني پلويان شول، زه د يو ويښ افغان په توګه دواړه تر تالبانو ډېر غندم او بد مې راځي خو د تالبانو هم پوره پلوى نه يم. د ځوان تعليموال او مهاجر په توګه ټول د افراط او تفريط دولتوال او وسله والې ډلې غندم ځکه د دوى که دوه ويشتل کېږي د ولس لس انسانان بې ګنا شهيدان کېږي.

غ.حضرت

څه کم دېرش کاله مخکی می د خپل ښار په ملی کتابخانه کی سترګی پر یوې فارسی ژبی ورځپاڼه ولګېدې کوم چه په لندن کی خپرېده( په لویو کتابخانو کی د د ټولی نړي په ژبو ورځپاڼی او مجلې او کتابونه موجود وی) ددې ورځپاڼی په لومړی مخ کی د عمران خان عکس د یوې اتلس نولس کلنی انګریزۍ-یهودی نجلۍ سره د تفصیل او بیان په ګډون خپور شوی ؤ. ما د کریکټ د ورزش نوم اورېدلی ؤ خو عمران خان می نه پېژاند. په مضمون کی لیکل شوی وه چه دا نجلۍ د عمران خان پر قهرمانی او نوم… نور لوستل »

مجيب الرحمان

والله محترم غ، حضرت صيب په فکر دې رحمت شه همدغسې ده. ډېر انسانان يې تېروېستلي. دوى د فتنې پيداواران دي. خداى دې ټول ترې خلاس کړي.

Zadran

مجیب الرحمن صاحب.ستا تبصره سره زه کاملا موفق یم،الله ج د په ګوتو په قلم برکت کړه،هر څومره منفی جملی چه د عمران خان په باره کی ولیکی هغه به کمی وی،ما هم خپله برخه تبصره لیکله،دا چه زه یو شپون یم،اوس ډیر ستړی یم،نو دومر وایم،چه پاکستان زموږدښمن وه،دښمن به مووی،دومر نامرده دښمن چه موږ په خپل منځ کی سره جنګوی،او دوی په خپله د خیر په غونډی را ته ناست دی،زه یی لاهور کی ونیولم او بندی یی کړم،په تحقیق کی ما ورته وویل چه زه شپون یم ،فقط په پښتو خبری کولای شم،حالانکه زه په اردو،عربی ،انګلیسی… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب ، ستاسی قیصه سمه مګر اسلامی ارزونه مو ناسمه ده . دا د یهودو فتوی ده چه د یهودی بچیان به خامخا یهودان وی ، دا د هغو د خپلی خیټی فتوی ده چه په دی واسطه خپل نسل غواړی د ځآن سره نزدی وساتی . اسلامی ارزونه داده : چه هر ماشوم ( مهمه نه ده چه هغه یهودی که عیسوی، بودایی حتی لا خدا هم وی ) په اسلامی فطرت خلق یعنی مسلمان وی وروسته یی بیا د هغوی کورنی یا چابیریال ورته بله او بله روزنه ورکوی . د یهودی سره دعمران خان واده… نور لوستل »

اسحق

مجیب الرحمان صاحب ! ستاسی دا خبره چه هم د دی او هم د هغه مخالف یاست سره زه ډیر توافق نه لرم او هغه دا چه : ستاسی د ارزونو له مخی زمونږ هیواد کی یواځی دوه جنګی ډلی دی یوه ډله حکومت او بله ډله طالبان دی او ستا له نظره دواړه مظلوم اولس وژنی او فساد کی ډوبی دی ، دریمه ډله چه د دی دواړو ډلو مخه نیسی څوک نشته او که وی هغه تاسی یاست او یا ستاسی په شان نور افغانان دی . مګر ستاسی لاس او پښی تړل شوی او صرف خولی مو… نور لوستل »

مجيب الرحمان

محترم اسحق صىب هو زه له دواړو بېزاره يم ځکه دواړه د ولس ځور دى دواړه تالبان او دولتيان د ګوندي ايډيالوژو لپاره د پردو په لمسون ميدان ته راوتلي، خو دا هم حق ده چې باید ووايم چې تالبانو کې سالم فکره انسانان شتون لري چې واک نلري او د ولس عامه برخه تې جوړه شوې ګوښه پراته دي. خو په عموم کې دواړه هم دولت هم تالبان د اسلامي اصولو په اساساتو ندي پوه يا پرې نځي ځکه دوى نه کاميابه کېږي او کړاو د ورځنيو چارو امورو کې عام شوى. مانه دې پوښتلي چې زما لاس او… نور لوستل »

Zadran

اسحق صاحب،د ستا خبره ټول (مونږ بی طرفه ولس)هم کوو.راځی چه اول کینو له دولت سره خبری وکړو.ملامتیا او سلامتیا ورته معلومه کړو ،که چیری یی خبری او پیشنهادونه نه منل بیا به یی خوله په سوک برابره کړو.تاسو خو بیلکل خبری ته نه کینی.په هر قانون د دنیا کی او هم په اسلام کی لومړی به مدعی ملامتیا سره مخامخ کوی ،بیا به یی خوله په سوک سمه وی.دولت هره خبره منی،امریکایان وباسی.قدرت درسره وشی،مدرسی درته جوړوی،کورونه زمکی درکوی.شریعت قانون منی،نمونځونه کوی،کلمه لولی،هرڅه منی.له تیلویزون څخه ناری وهی.په کوم قانون یی موږ خوله ماته کړو؟راشه ته مخته شه موږ… نور لوستل »

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x