fbpx

تعبیر د مینې / همت بدري

“همت بدري”

زه دې مرید یمه اوته یې زما پیر دمینې
لاس به دې ونیسم را وښایه مسیر دمینې

چه ستایادونه مې خواږه خواږه په زړه ورېږي
مدام په زړه کې ګر ځومه ستاتصویردمینې

دعشق دربارکې مې بندي کړه میخانې پرېږدمه
پښو کې را واچوه بېړۍ او غټ زنځير دمینې

خوب مې ليدلی چه معنابه یې وي څنګه اشنا
په مـینه میـنه راته وکه ته تعبیر دمیـنې

بلاله ځار دې شم د فـتحو آذانونه وکړه
پاس دسپین غر په څوکو بیاوکړه تکبیر دمینې

په وینوسرې لوپټې اخلم ترې بیرغ جوړوم
ورځم پـه مینه له ګوُدر نه تر پامير دمینې

کچکول په غاړه مغفرت غواړي “همت” راغلی
دا ستاپه در کې دی ولاړ”ربه” فقیر دمینې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د