نړۍ

‘روانه جګړه د داعش عملیات نه، بلکې عراقي ولسي پاڅون دی’

نن ټکی آسیا: د “عراقي پاڅون کوونکو د سیاسي شوری” ویاند ویلي چې په عراق کې روان عملیات د نوري المالکي د ظالمې او توکمیزې واکمنۍ پرضد د “سنیانو اولسي پاڅون” دی.
مازن التمیمي زیاتوي چې رسنۍ یوازې هغو راپورونو او انځورونو پسې ګرځي چې د نوري المالکي د حکومت لخوا خپریږي او ادعا کوي چې دا هر څه د داعش ډلې خوځښتونه دي.

الشروق ورځپاڼې ته ښاغلي التمیمي په خپلو څرګندونو کې وايي:”د امریکایي استخباراتو د راپورونو له مخې په عراق کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵۰۰ ته رسیږي، نو دا څنګه امکان لري پوځ د یوې کوچنۍ ډلې په وړاندې پښې نه شي ټینګولی؟!.. پوځ یو غیر ملي پوځ دی او د کومې روحیې پر اساس نه دی جوړ شوی نو ځکه د پاڅون کوونکو څخه تښتي”.
مازن التمیمي وايي چې د عراقي پاڅون کوونکيو هدف د عراق ویش نه دی، بلکې د ټول سیاسي نظام د بدلولو هوډ لري.
نوموړی ټینګار کوي چې پاڅون کوونکي غواړي، د عراق هغه واکمني بېرته اعاده کړي، کومه چې د امریکايي اشغال نه وړاندې دلته حاکمه وه او په وینا ئې د اوسني اساسي قانون، چې هیواد ئې تارې مارې او مذهبي رقابتونه ئې پیاوړي کړل، پرځای نوی اساسي قانون غواړي.
له بلې خوا “الشرق تلویزون” د یو شمیر عراقي سرچینو له خولې ویلي، چې هغه ګونګسې رښتیانۍ نه دي چې ګواکې په عراق کې د حکومتي ځواکونو پرضد جنګېدونکي خلک یوازې د داعش کسان دي.
الشرق تلویزون د دغو سرچینو له قوله راپور ورکوي چې په عراق کې څلور وسلوالې ډلې شتون لري چې اکثریت ئې سنیان دي.
یادې څلور وسلوالې ډلې “په عراق او شام کې د اسلامي دولت ګوند (داعش)، د قبایلي پاڅون کوونکي مسلحه شوری، د نقشبندیې طریقې د اتباعو پوځ، او د مجاهدینو پوځ” نومیږي.
په روان مقاومت کې څلور واړه وسلوالې ډلې اوږه په اوږه ونډه اخلي خو داعش نسبتا بانفوذه ډله بلل کیږي.
په دې وروستیو کې څلورو واړو ډلو خپلې نظامي هڅې مشترکې کړي او قدم په قدم د عراق د ښارونو په ازادولو کې ونډه اخلي.
په یادو څلورو ډلو کې د “نقشبندیې طریقې د اتباعو پوځ” د پخواني ولسمشر (صدام حسین) د ملاتړو او خواخوږو څخه تشکیل شوې ډله ده، چې دا مهال د داعش او نورو جهادي ګوندونو سره په همغږۍ د نوري المالکي د حکومت پرضد پوځي عملیات پرمخ وړي.
د عراقي پاڅون د شوری مشرانو روانې مبارزې ته د “عزت او سرلوړۍ پاڅون” نوم ورکړی.
د دغو مشترکو عملیاتو په لړ کې تر اوسه د موصل او نینوي د ښارونو په شمول ګڼ عراقي ښارونه د پاڅونوالو لاس ته لویدلي او تراوسه پورې (۳۰۰۰) بندیان د نوري المالکي له زندانونو څخه ازاد شوي دي.
عراقي پاڅون دا مهال د بغداد دروازې ټکوي.
که په عراق کې روان مقاومت لکه د مصر او سوریې په شان یو ملي قیام او پاڅون وي؛ نو هغه اندیښنې په اسانه ځوابیدی شي کومې چې د عراقي ښارونو د پرلپسې سقوط د عواملو په اړه راپورته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x