د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیرانونکې مينه

احمد جنید مبارز

په حجة الوداع (اخرني حج) کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُحد و شهیدانو ته دعاء وکړل؛ دهغه ځایه چي رارهي سو پر لاري یې ژړل، صحابه کرامو پوښتنه ځني وکړل چي یارسول الله ‘صلی الله علیه وسلم ‘ ولي ژاړې؟!

ویل د خپلو وړونو د شوقه څخه ژاړم يعني د خپلو وړونو ولیدلو ته مي شوق دی، د هغو د لیدلو د شوقه ژاړم!

صحابه کرامو وویل : دغه دی موږ ستا سره یو ایا موږ ستا وړونه نه یو یا رسول الله ؟!

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یا تاسي زما اصحاب (ملګري) یاست. مګر زما وړونه هغه کسان دي چي تر ما وروسته راځي؛ چي هغه موږ او تاسـي يو.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : مګر زما وړونه هغه کسان دي چي تر ماوروسته راځي چي پر ما ایمان راوړي مګر زه یې نه یم لیدلي، د هغو ولیدلو ته مي شوق وسو ومي ژړل ! سبحان الله

یارسول الله ‘صلی الله علیه وسلم ‘!! موږ په ټول عمر په تا پسي داسي نه دي ژړلي چي ته مو دي یادېدلی یې او ته ژاړې چي موږ دي یادیږو؟!
موږ پر تادومره ګران یو چي په موږ پسي ژاړې؟!

څومره مهربانه یې یا رسول الله !

تا موږ نه یو لیدلي او زموږ د ملاقات لپاره دومره تږۍ یې چي راپسي ژاړې؟!

دا هغه حُب دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د خپل اُمت سره لري !

دا هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی چي د قیامت په ورځ به په خپل لاس د حوض کوثر خوږې اوبه درکوي او د هغه تر چښلو وروسته بیا هيڅکله نه تږۍ کېږې !

دا هغه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دی چي د قیامت په ورځ چي دده اُمت پر پل صِراط تیریږي، دی علیه الصلاة والسلام به د پل صراط سره ناست وي او دغه دعاء به درته کوي : ‘ يَارَبْ سَلِّمْ ‘ یَارَبْ سَلِّمْ ‘

الهي! په خیر یې تېر کړې. الهي! په خیر یې تېر کړې.!

ږغیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب

#یارب ﷻ ! ته مو ستا او ستا د خوږ پیغمبر ﷺ مینه، محبت، په زړه کي را زیات کړې، زموږ زړونه د مجازي میني، عشق څخه پاک او محفوظه کړې.

امین

تبصرې (1)

  • The killings of innocent Humans and sheltering are against the holy Quran and Mohammad's (PBH)teachings and we see innocent people are being killed every day in Afghanistan. Will these people be met by Mohammad(PBH) when they die?