باچا او باغوان

ژباړه: غنچه ګل ارمان

په پخوا وختونو کې يو باچا وو. په وطن کې يې د هر شي پرېماني وه. مګر دی پکې خوښ نه وو. هره ورځ په دې فکر کې وو چې لږه يې شتمني نوره هم ډېره شي.

يوه ورځ چې سهار وختي ويښ شو، په غوږونو يې يوه خوږه او په زړه پورې زمزمه ولګېده چې څوک لګيا دی او د باغ په کونج کې لکه د پسرلي زرکه غاړې وهي. باچا غلی، غلی ورغی چې وګوري چې دا په زړه روغ انسان څوک دی. چې ګوري د ده باغوان دی چې سهار وخته جګ شوی او په باغ کې ګرځي. د باغوان پر مخ له ورايه د خوښۍ، قناعت او نېکمرغۍ نښې ښکارېدې.

باچا باغوان ځان ته راوغوښت او ترې ويې پوښتل چې باغوان اکا ستا خو کار هم باغواني ده، عائد دې هم ډېر نه دی او ايله دې بس شي، مګر سره له دې هم خوشاله يې. د خوشالۍ راز دې په څه کې دی؟

باغوان ور ته وويل چې باچا سلامت ولې به نه يم خوشاله؟ له باچا سره کار کوم، دومره را ته رسيږي چې زما او د کورنۍ مې وشي. يوه سرپناه هم لرم چې پکې واوسېږم. کورنۍ مې هم را نه خوشاله ده او زه هم ترې خوشاله يم. نور له خدايه څه غواړم؟

باچا حيران شو چې وګوره دا باغوان په دې ژوند قانع دی او ښه پکې خوشاله دی. خپل وزير يې راوغوښت او د باغوان کيسه يې ور ته وکړه.

وزير چې کله د باچا خبره ښه په غور واورېده، باچا ته يې وويل چې ته يو کار وکړه.
باچا وويل چې کوم کار؟

هغه ور ته وويل چې ۹۹ د سرو روپۍ په يوې کڅوړې کې واچوه، او د شپې يې پټه د باغوان د کور مخې ته کښېږده چې در باندې پوه نه شي. بيا به باغوان وڅارو چې څه کيږي.

باچا د وزير خبره ومنله او هماغه کار يې وکړ.

باغوان چې له کوره راووت، په کڅوړې يې سترګې ولګېدې، او چې ويې ليده، په ټوپونو او تْرَپَکو شو. د کور والا يې هم خبر کړل. بيا يې د کور ور بند کړ او چې د کورنۍ غړي يې ويده شول، باغوان راپاڅېد، پر مېز يې څادر ويړ کړ او روپۍ يې پرې خپرې کړې او يوه، يوه يې وشمارله. چې ګوري ۹۹ روپۍ دي.

له ځان سره يې وويل چې کېدی شي دا سلمه روپۍ به يې چېرته غورځېدلې وي. له کوره راووت او د سلمې روپۍ په لټه شو. يو ځای ګوره او بل ځای ګوره، مګر ستړی شو او سلمه روپۍ يې پيدا نه کړه. بيا يې وويل چې ډېر کار به وکړم او يوه د سرو روپۍ به واخلم چې پوره سل روپۍ شي را سره. لاړ ويده شو، مګر هلته يې ټوله شپه چورت واهه چې دا سلمه روپۍ به چېرته غورځېدلې وي، او څنګه يوه روپۍ پيدا کړم چې سل شي. سبا سهار ناوخته راويښ شو ځکه چې ټوله شپه يې ويښه تېره کړې وه. چې پاڅېد، کله يوه ته خوله اچوه او کله بل ته. هماغه ګوړه باغوان داسې تريخ شو لکه مرچک. مخکې به يې کار ته له تللو وړاندې هر يوه سره ټوکې ټکالې او خنداګانې کولې، مګر په دې ورځ يې په تندي دولس بجې وې. چې کار ته ورسېد هم، پر زړه يې بوج وو. ورځ تر بلې يې په کور کې اخلاق خرابېدل. نور يې نو زړه هغه پخوانی خوشاله زړه نه وو، او ذهن يې هم هغسې بې غمه نه وو. بلکې په زړه يې يوه بلا غمونه او په ذهن کې يې يوه نړۍ چورتونه ګرځول. نور نو په باغ کې هغه سهارنۍ زمزمې نه وې. بس په همدې فکر کې وو چې څنګه ډېرې وګټي او يوه هم مصرف نه کړي چې ژر تر ژره هغه سلمه روپۍ واخلي.

باچا چې دا هر څه په سترګو وليدل، هک پک شو چې دا څه وشول. باچا فکر کاوو چې باغوان به په دې روپيو د کور اړتياوې پوره کړي او ژوند به يې ور سره ښه شي، مګر خبره بيخي سرچپه شوه.

دا کيسه يې چې وزير ته وکړه، هغه ور ته وويل: دا باغوان په همدې باغوانۍ کې رالوی شو او زوړ شو. پخوا يې په هماغې قناعت کاوو چې په لاس کې يې وو. هماغه وو چې دی هم خوشاله وو او کورنۍ يې هم خوشاله وه. مګر چې په يوه وار ۹۹ د سرو روپۍ په لاس ورغلې، قناعت يې پرې و نه کړ بلکې نورې يې هم غوښتې. وزير وويل چې سړي ته ناڅاپي د دُنيا مخه شي، بيا نو په خپلو شتو قناعت نه کوي او ډېرې غواړي.
باچا چې دا خبرې واورېدې، ويې ويل چې زه به د دُنيا د ډېرولو هڅه نه کوم، بلکې د قناعت د ډېرولو هڅه به کوم.

درس:

قناعت نه ختميدونکې شتمني ده. څوک چې په قناعت موړ نه شي، په شتمنۍ نه مړيږي. يو کس به ګورې چې ايله دومره ور رسيږي چې ويې خوري او وايې غوندي، مګر په خپل ژوند کې به ښه خوشاله وي. نه به د زرو له نرخه خبر وي او نه د ځمکو او سيکړو له نرخه چې ښکته روانې دي او که پورته. مګر بل به ګورې چې نور به يې په صندوقونو کې د کاليو ځای نه کيږي او ګېډه به يې هم له ډېره خوراکه چوي. د مالي حسابونو له پاره به يې مزدوران نيولي وي. مګر له هغې سره، سره به يې هم سترګې وږې وي. نه به حلالو ته ګوري او نه به مردارو ته. دين به هم ترې پاتې وي او دُنيا هم. يوازېنی غم به يې دا وي چې څنګه يې ډېرې کړي.

مګر دې ته يې پام نه وي چې په شتمنۍ کې لږه يا ډېره نه شته، بلکې قناعت دی چې کميږي او زياتيږي. د دُنيا تر ټولو شتمن کس د نړۍ له تر ټولو غريب کس څخه په سوونو وارې وږی او وارخطا دی. د غريب هڅه دا وي چې يو کپ حلاله ډوډۍ پيدا کړي، او چې هغه پيدا کړي، د نور شي په غم کې نه وي. مګر شتمن سره دا غم وي چې هله دا نرخ ټيټ شو او دا جيګ شو، هله د پلاني ډېرې شوې او زما کمې شوې، او په همدې توګه سل او زر نور غمونه ور سره وي، داسې غمونه چې د غريب په خوب او خيال کې هم نه ګرځي.

د نس له لوږې د سترګو لوږه ډېره خطرناکه ده. نو راځئ، د شتمنۍ د ډېرولو تر څنګ لږ د قناعت په ډېرولو هم کار وکړو، او د نس د مړولو تر څنګ لږ د سترګو د مړولو له پاره هم کار وکړو.