د ډيلي رکشه وان

غنچه ګل ارمان

ويل يې چې په ډيلي کې وګرځېدم، ډېر خلک مې وليدل. ځينې مې خوښ شول او ځينې نه. له چکر وروسته په يوې رکشې کې (چې هغوی ور ته آټو وايي) وختم چې له چکر وروسته خپل هوټل ته لاړ شم. رکشه وان د پاخه عمر سړی وو. په لارې کې يې يو بېوزله وليد، هغه ته يې لس روپۍ ورکړې. په بل ځای کې پيچومی غوندې ځای وو، او يوه سړي څه شی کشول، ده له رکشې نه يوه پښه واېسته او هغه يې ور سره ديکه کړ. په بل ځای کې يې هم همداسې کوم بل د خير کار وکړ. وايي چې کله کوزيدم، ور ته ومې ويل چې بابا په ډهلي کې مې چې څه شی ډېر خوښ شول، هغه دا ستا اخلاق وو. که بل څوک وی، همداسې ترې تېرېد.

هغه را ته وويل چې زمونږ خو ټول وخت د خپل نس په مړولو کې تېر شو. مګر د نورو خلکو هم را باندې حق دی. د ټولنې هم را باندې حق دی. چې همدا نن ښه و نه کړو، کله به يې کوو. چې د خير د کار فُرصت را ته برابر شي، ولې نه ور ته ووايو؟ ويل زه چې کله د شپې ويده کېږم، له ځان سره فکر کوم چې نن مې د خير کوم کار کړی او که نه. بيا يې وويل چې بچيه کېدی شي همدا مو په کار شي، نور خو مو هسې هم ټول عمر په رکشې کې تيريږي.

درس:

په ټولنې کې ډول، ډول خلک اوسيږي. څوک به يو کار کوي، او څوک به بل کار کوي. څوک به ترکاڼ وي، څوک به پښ وي، څوک به ټټار وي، څوک به کروندګر وي، څوک به هټۍ لري، څوک به بټۍ لري، څوک به ښوونکی وي او څوک به امام وي، څوک به موټروان وي او څوک به رکشه وان، څوک به لاسي کار کوي او څوک به ذهني کار کوي. لنډه دا چې هر څوک اړ دی چې د خپل تن د پټولو او د خپل نس د مړولو له پاره يو نه يو کار وکړي.

مګر په خواشينۍ سره چې مونږ ډېر کله په دې خپلو کارونو کې دومره بوخت شو چې دا مو په خوب او خيال کې هم نه ګرځي چې آيا مونږ هم له خپل تن او نس نه هاخوا د ټولنې په وړاندې هم څه مسؤوليت لرو او که نه. دا مو هېر وي چې آيا مونږ هم د خير کارونو ته اړتيا لرو او که نه. ځينې فکر کوي چې غريب يم زما له وسه څه نه کيږي او ځينې نور بيا فکر کوي چې بس همدغه رسمي وظيفه چې کوم همدا خير مې بس دی. مونږ دا هېروو چې هر څوک د دې وړتيا هم لري چې له نورو سره ښه وکړي، او هر څوک دې ته اړتيا هم لري چې له نورو سره ښه وکړي. داسې څوک نه شته چې د خير د کارونو وړتيا و نه لري، او داسې څوک نه شته چې د خير کار کولو ته اړتيا و نه لري. عالم له ډېر علم سره، سره اړ دی چې د خير کار وکړي، او زاهد له ډېر عبادت سره، سره اړ دی چې د خير کار وکړي.

راځئ له ځان سره ژمنه وکړو چې نور به له خپل تن هاخوا د نورو د تن د پټولو له پاره هم کار کوو، نور به له خپل نس هاخوا د نورو د نسونو د مړولو له پاره هم کار کوو، او لږ به د خپلو ذهنونو له پوهولو هاخوا د نورو د ذهنونو د پوهولو له پاره هم کار کوو. مونږ بې وسه نه يو، مونږ ډېر څه کولی شو. مونږ د خپلې خدای راکړې روزۍ يوه برخه له نورو سره شريکولی شو. مونږ خپله خدای راکړې پوهه نورو ته رسولی شو. مونږ د خپلو مټو زور د يو چا به ګټه کارولی شو. مونږ د خپل عمر تجربې او نېکې مشورې له نورو سره شريکولی شو. او لږ تر لږه مونږ د خپلو شونډو موسکا او د خپلې خولې خوږه خبره له نورو سره شريکولی شو.

سړی ورځ تر بلې بوختيږي، عمر ورځ تر بلې کميږي، او ژوند ورځ تر بلې بې برکته کيږي. نو راځئ اقدام وکړو. کېدی شي همدا مو په کار شي، نور خو مو هسې هم ټول عمر په “رکشو” کې تيريږي.