افغانستان

کندهار: د سړک د غاړې ماین چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي په سرکار ویالې سیمه کې د سړ د غاړې د ماین د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی. د کندهار محلي چارواکي وايي، چې په یاده چاودنه کې یو پلار او دوه زامن وژل شوي دي او یو بل ماشوم ټپي دی.

که څه هم د دغسې پېښو ډېره د پړې ګوته امنیتي ځواکونو ته نیول کېږي، چې د سیمې د خلکو له قوله خپل حاکمیت نه شي ثابتولای او د دوی تر سلطې لاندې سیمه کې داسې پېښې کېږي. مګر امنیتي ځواکونه د داسې پېښو پړه پر طالبانو وراچوي، چې هغوی ورته پېښې تل غندلې دي او له قربانیانو سره يې خواخوږي ښوودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x