fbpx

پاکستان آیرلینډ او انګلستان سره د ټیسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ بورډ وړمه ورځ د آیرلینډ او انګلستان لوبډلو سره د ټیسټ او یو ورځنۍ لوبو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان کرېکټ بورډ غوراوي کميټۍ مشر انضمام الحق د پنځه ورځني روزنیز کیمپ نه وروسته چې ۲۵ لوبغاړو په کې ګډون کړی و، ۱۶ کسیزه لوبډله خوښه او اعلان کړه.

د پاکستان روزنیز مشر مکي ارتهر په دې لوبډله کې اکثره په ځوان لوبغاړو انحصار کړی، شپاړس کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

لوبډلمشر سرفراز احمد، اظهر علي، سمیع اسلم، حارث سهیل، فخر زمان، امام الحق، بابر اعظم، اسد شفیق، عثمان صلاح الدین، شاداب خان، محمد عامر، محمد عباس، سعد علي، حسن علي، فهیم اشرف، او راحت علي شامل دي.

آیرلېنډ به د پاکستان پر وړاندې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه د پاکستان په وړاندې په ۱۱م مۍ په ډبلن ښار کې ترسره کوي، چې د انګلستان سره به د دوه ټیسټ لوبو سیریز په ۲۴م مۍ او ۱ جون ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د