د لقمان حکیم رحمه الله نصحیت و خپل زوی ته

ابو یاسر افغان

د بیهقي په شعب الایمان کې د حضرت حسن رحمه الله څخه نقل شوي دي چې حضرت لقمان رحمه الله خپل زوی ته وفرمایل: ای خوږه زویه! ما کاڼی، اوسپنه او هر یو دروند شی اوچت کړ، خو ما د ګاونډي څخه زیات ثقیل او دروند څه شی پیدا نه کړ او ما د ټولو ترخو او تُرشو(تروُو) شیانو ذایقه وڅکله، خو د غریبۍ او تنګسې نه مې بل یو تریخ شی و نه موند.

ای زویه! جاهل سړی کله هم خپل قاصد او استازی مه جوړوه او که د استازولۍ لپاره درته قابل اعتماد او هوښیار څوک پیدا نه شو، بیا په خپله د خپل ځان استازی جوړ شه.

زویه! له درواغو څخه ځان وساته ځکه چې دا د مرغۍ د غوښې په شان ډېر مرغوب وي؛ لږه اندازه درواغ هم انسان سوځوي.

ای زویه! په جنازو کې برخه اخله او د ودونو یا ښادیو په مجالسو کې برخې اخیستلو ته زړه مه ښه کوه، ځکه چې په جنازو کې برخه اخیستنه به اخرت در په یاد کړي او د ښادیو مجالس خواهشات پیداکوي.

په مَړه خیټه ډوډۍ مه خوره ځکه چې په داسې حالت کې خو یې سپي ته اچول غوره دي له دې څخه چې په خپله یې وخورې.

زویه! دومره مه خوږیږه چې څوک دې وخوري او دومره مه تریخیږه چې خلک دې وغورزوي(کرکه درنه وکړي).

زویه! د خپلو خپلوانو سره صله رحمي کوه چې هغوی ستا ورونه جوړ شي او کله چې ته له هغوی څخه جدا شې(ترې لرې یا بیل شې) نو مه یې ته عیبونه ښکاره کوه او نه به هغوی ستا عیبونه ښکاره کوي.