نظــر

شهر ناپرسان‎

ظلم یوه عربی کلمه ده چی تعریف یی داسی دی، ایښودل د یو ښی په غیر مکانه کی، پدی معنی چی مثلا ډوډی په کاسه کی خوړل کیږی، او چای په پیاله کی څکل کیږی، خو که فرضا یو څوک را جک شی او په پیاله کی نصوار تو کړی او یا په تفدانۍ کی شوروا وخوری دا ظلم دی.

بله خبر داده چی د قانون نه بی خبری عذر نشی کیدای. دامی هغه وخت زده کړل کله چی زه ډیر کوچنی وم او په کور کی می د الماریۍ په یو روک کی د خلقیانو د اساسی قانون یوه نسخه پیداکړه، او دا جمله می پکی ولیده.

سره لدی چی نن شاید دافغانسان ډیر چارواکی نه د قانون په معنی پوه شی او نه د قانون په موادو، ځکه چی هغه د جهانی صاحب د شعر کیسه چی د موږک نه زمری جوړشوی وو،نو د نن ورځی زمامداران هم ډیر یی موږکان دی چی د ب۵۲ او شنو پیسو په زور زمریان شوی دی او د مرخیړی په څیر یی سرطانی نمو کړی.

راځم اصلی موضوع ته، یو کس چی جنرال ظاهر ظاهر نومیږی، او د کورنیو چارو د وزارت امنیتی مامور دی، په ضیاءالحق امرخیل، د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشأ په رئیس باندی یی تورلګولی چی تقلب یی کړی او رایپاڼي چی د کمیسیون نه ایستلی او چیری یی لری وړلی.

د هر کار د پاره یوه اداره وی، چی د مربوطه چارو تنظیم او اجراأت وردغاړی وی. مثلا د پولیس وظیفه داده چی مجرم ګرفتار کړی، اوس که زه او ته چیری په چا پسی منډی وهو او بیا د ضرورت په اساس ډز پر ی وکړو او مړشی آیا ادعا کولی شو چی دا مجرم وو او ما د قانون منګلو ته سپارلو، چون نه دریدلو نو ډز می پری و کړ او مړ شو؟؟

 د قانون د جوړلو اداره معلومه ده، اوس چون وکیلان اکثرا په انتخاباتو کی مصروف دی نو ایا دا ممکن دی چی د بانک رئیس راجګ شی او د پیسو د سپینولو قانون په خپله امظأ کړی  او ووایی چی دادی ما قانون منظور او توشح کړو،چون وخت تنګ دی او افغانسان تور لست ته داخلیږی؟؟

په یو مملکت کی دری قوی وی، مجریه، مقننه او قضایه.  چون د ټاکنو کمیسیون د قضأ یوه برخه ده نو که چیری جدا فرض کړل شی بیا نو څلور قوی کیږی. چی دټاکنو کمیسیون یوه مستقله قوه ده چی په خپله خاصه ساحه یعنی ټاکنو کی خپلواک دی او هیڅوک، بیا لیکم هیڅوک حتی ریس جمهور او قضأ حق نلری چی په چارو کی یی مداخله و کړی. دا چی په کومو خاصو مواردو کی څنګه لری کیدای شی او یا څنکه مقرریږی پدی بحث نه کوو.

که فرضا د ګارد خاص یو عسکر راجګ شی او رئیس جمهور ته ووایی چی زه ستا کور تالاشی کوم ځکه چی زه شک لرم چی ته خیانت کوی، ایا داکار به عجیب نه وی؟؟؟ ایا داکار د یو عسکر صلاحیت دی؟؟؟

جنرال ظاهر بیچاره تراوسه پدی نه پوهیږی چی د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشأ رئیس ډیر لوی پوزیشن او موقف دی او دا کار دده د صلاحیت نه لری دی چی موتر یی تالاشی کړی. نو که چیری داسی ګستاخی او بی ادبی ته ملا و تړی آیا د امرخیل په ساتونکو لازمی نده چی مخه یی ونیسی؟؟ او حتی د ضرور په صورت کی د اسلحی نه کار واخلی، ځکه چی همدایی وظیفه ده. او همدا کار دوی کړی چی واقعا د تقدیر وړ کار دی. یعنی اوس خو یی (سرش مرمی تیرکرده) چی ویشتلی یی وی هم حق یی جوړیدو، ځکه چی پولیسو د د مقام د موټر تالاشی غوښته، چی داکار ددوی صلاحیت نه وو.

نو که چیری تیروتنه وی خو په بښنه شاید خلاص شی مګر که دسیسه وی باید جدی عدلی تعقیب یی وشی.

په داسی لوړو رسمی مواقفو کی سړی قانونی مصئونیت لری او ترڅو چی په وظیفه وی څوک یی د توقیف او تالاشی حق نلری. دا ملی او بین الملی قوانین دی چی جنرال صاحب به شاید پدی نه پوهیږی.

د ټاکنو کمسیون په یو مملکت کی یو بل مملکت دی درست لکه واتیکان په ایتالیاکی، او صرف د ټاکنو په برخه کی ترټولو لویه مرجع همدا کمیسیون وی. یو ریس جمهور یو وزیر مقرروی هغه هم د شوري په منظوری، مګر دا کمیسیون یو رییس جمهور مقرروی او د هیڅ بلی مرجع منظوری ته ضرورت نلری. که څوک شکایت لری نو صرف یوه محکمه، صرف یوه محکمه حق لری چی نظر پری ورکړی چی هغه ته د شکایاتو خپلواک کمیسیون ویل کیږی. نه بله محکمه دلته دخالت کولی شی نه څارنوالی او نه پولیس، ځکه داکار پدوی ټولو ډیر مشر دی.

ښه اوس سوال داسی پیداکیږی چی که فرضا کله داسی پیښ شی چی یو کس په همداسی لوړ موقف کی واقعا ملی خیانت و کړی بیا نو څه چاره؟؟ د هر کار د پاره قوانینو لار خلاصه کړی، چی د قانون مطابق هم عزل کیدی شی او هم محکومیدلی شی، مګر نه د ظاهر جان او یو کاندید په غوښتنه.

یو ښه مثال یی داسی ورکولی شو چی که یو شاګر د اول نمرګی دعوا لری او وایی چی فلانی استاد می نمری کمی کړی دی، نو زه ترهغی نه قانع کیږم ترڅو چی نوموړی استاد منفک نشی، دا غوښتنه به غیر د جهالت نه بل څه نوی. خو که ووایی چی د ما نمری کمی شوی دی او اداره بل استاد موظف کړی ترڅو یی پارچه و ګوری، نو دا به معقول اقدام وی. په انتخاباتوکی هم که د ټاکنو د کمسیون په فیصله څوک خوښ نوی نو د شکایاتو په کمیسیون دی بیا خپلی رایی ټولی و ګوری، مګر د مقاماتو د تعلیق غوښتنه به ډیره پری مشره وی. او که یو څوک دومره بی خبره  وی چی پدی هم نه پوهیږی، بیا نو فکر کوم چی د یو مملکت د مشرۍ د پاره به هم وړ کس نوی.

لیکوال: سید کریم نجیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x