جنرال نيکلسون «د سولې پرلتونه» د طالبانو پر ضد ګټور بللي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مشر قومندان جنرال جان نيکلسون ويلي، په کابل، کندهار، هلمند او نورو ولايتونو کې د سولې په نوم پرلتونه د طالبانو پر ضد د ولسي فشارونو په توګه ګټور دي او غوښتنه يې کړې، چې دغه ډول پرلتونه بايد په نورو ولايتونو کې هم پيل شي، تر څو طالبان د پوځي عملياتو او ډيپلوماټيکو فشارونو سربېره له ولسي فشارونو سره هم مخ شي.

جنرال نيکلسون دا څرګندونې کندهار ته د سفر پر مهال د ګډ حکومت د ملي امنيت د رئیس مصعوم ستانکزي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک، د سرحدونو او قبايلو د چارو وزير ګل اغا شېرزي او د کندهار ولايت له چارواکو سره په ځانګړې ناستې کې کړي دي.

جنرال نيکلسون ويلي، چې د کندهار امنيتي وضعيت د ارزولو او د سولې په اړه د ولسي هڅو د زياتېدو په موخه يې کندهار ته سفر کړی دی.

نوموړي د دغه سفر پر مهال د راتلونکو پارلماني او د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پر اهميت هم خبرې کړي او له ټولو خلکو يې غوښتي، چې د رڼو ټاکنو له لارې خپل استازي وټاکي او دغه ټاکنې يې هم د طالبانو د فشارونو يوه بله وسيله بللې ده.

د ناټو قومندان د سولې د پرلتونو سربېره د طالبانو پر ضد د پوځي او ډيپلوماټيکو فشارونو د زياتولو يادونه هم کړې او غوښتنه يې کړې، چې افغان چارواکي بايد له امریکا سره د طالبانو پر ضد په ګډه هڅې وکړي.

جنرال نيکلسون په داسې حال کې د سولې د پرلتونو ملاتړ کړی، چې له نږدې يوې مياشتې راهيسې په کابل، کندهار، هلمند او اوس په لغمان او نورو ولايتونو کې د دغو پرلتونو فعالان له طالبانو د سولې غوښتنه کوي.

د سولې په نوم دغو ناستو په اړه له پخوا هم ځينې شکونه وو او د چارو څارونکو ويل، چې په د غو ناستو کې تر ډېره داسې خلک راټول شوي، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د امریکا او ګډ حکومت ملاتړي او د جګړې يو لوری پاتې شوي او د سولې په نوم ناستو کې هم يوازې له طالبانو غوښتنې کيږي، نه له امريکا او افغان حکومته.

دغه شکونه لا نور هم هغه مهال زيات شول، چې دوه اونۍ وړاندې امریکا او ګډ حکومت د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې ديني مدرسې د بمبار پر مهال له سلو زيات ولسي کسان وژلي او نږدې دوه سوه يې ټپيان کړي وو، خو د دغو پرلتونو ګډونوالو په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود.

اوس چې جنرال نيکلسون هم د دغو پرلتونو ملاتړ کړی او د زياتېدو غوښتنه يې کړې د دغو ناستو په اړه يې د خلکو شکونه نور هم زيات کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د