دخوست چارواکي: پاکستان ته د پنځو وژل شویو سرتیرو جسدونه وسپارل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د خوست ولایت ځایې چارواکي وایې، د افغان ځواکونو او د پاکستاني سرتیرو د تېرې ورځې په نښته کې د هغو پنځو تنو سرتېرو جسدونه چې د جګړې په میدان کې پاتې وو، پاکستان ته وسپارل شول.

دخوست والي حکم خان حبیبي په یوه خبري کنفرانس کې رسنېو ته وویل ، تیره ورځ افغان ځواکونو د هغو پنځو تنو پاکستاني عسکرو جسدونه دځاځي میدان ولسوالۍ په سټیوان سیمه کې مقابل لوري ته وسپارل.

دحبیبي په خبره ، د افغان ځواکونو او ولسي خلکو د غبرګون په پایله کې هغه ژوندي نیول شي پاکستاني سرتیري هم یاد هېواد ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، په یاده نښته کې دځاځي میدان ولسوالۍ دوه تنه ملکي وګړي هم وژل شوي او د جنازې مراسم یې دوې په حضور کې تېره ورځ ناوخته تر سره شول.

دخوست والي زیاتوي، افغان حکومت له پاکستان سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دښو اړیکو غوښتونکی دی او له مقابل لوري څخه هم د ورته عمل غوښتنه لري.

دخوست دځايې چارواکو په وینا، وړمه ورځ سهار شاوخوا اوه بجې پاکستاني ملېشو او عسکرو د ځاځي میدان ولسوالۍ دې غاړې ته د پوستو جوړولو په نیت راوښتي وو چې د افغان ځواکونو او ولسي خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول.

د افغانستان دفاع وزارت وایې، د افغان او پاکستاني سرتېرو په جګړه کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي.

دپاکستان پوځ هم دیوې خپرپاڼې په خپرولو سره دخپلو پنځو تنو سرتېرو د وژلو او د یو شمېر د ټپي کېدو خبره تايېدوي او مقابل لوري ته دلسو تنو د وژلو ادعا هم کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د