افغانستان

ټاکنې؛ د نوم لیکنې پروسه تر اټکل ډېره ټيټه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه د دوی تر اټکل ټکان ورکوونکې ټيټه روانه ده.

سپوږمۍ راډيو د یاد کمیسیون په حواله وايي چې په تېرو دریو ورځو کې یوازې ۱۳ زرو تنو خپل نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شنبه د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ رسماً پرانیسته، چې په ټوله هېواد کې يې ۱۴۱۹ مرکزونه پرانیستل، چې سلګونه تنه پکې پر دندو بوخت دي.

د سرچینې په وینا ټاکنیز بنسټونه خلکو ته د عامه پوهاوي نه ورکول او نا امني د دې نوم لیکنو پر وړاندې ستر خنډونه بولي.

په ورته وخت کې عام وګړي وايي چې تېرو ټاکنیزو پروسو ورته په ډاګه کړې چې ټاکنې یوازې نمایشي بڼه لري او هر څه د بهرنیانو له لوري ټاکل کېږي.

سپوږمۍ راډيو د کابل ښاري شیرزي له خولې وايي چې دوی ته نږدې د نوم لیکنې مرکز پرانیستل شوی دی، خو ډېر خلک نه ورځي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون نا امني هم د یو علت په توګه یادوي، خو په پلازمېنه کابل کې د نوم لیکنې لپاره پرانیستي مرکزونه د امنیتي ځواکونو په پوستو بدل شوي او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي، خو بیا هم خلک ډېر نه ورځي.

پورته سرچینه د یو شنونکي له خولې وايي چې پارلمان او د ولسوالیو شوراګانې د خلکو د رایو پر اساس مشروعیت پیدا کوي، خو که د خلکو ګډون کمرنګه وي، د دوی مشروعیت تر سوال لاندې راځي.

په ورته وخت کې تېره ورځ طالبانو هم پخپله اعلاميه کې پر افغان ولس غږ کړی، چې له ګډونه پکې انکار وکړي.

طالبانو د ګډ حکومت د مشر، چې له دوی يې په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې وه، غبرګون کې ویلي، ټاکنې یوازې تېرایستونکې «پروژه» ده.

دوی د تېرو ټاکنو مثال ورکوي او ليکي: «په تیرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تیر ایستل شول، اما نهایي پریکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه او د ملي وحدت په نوم حکومت د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو لخوا جوړ او اعلان شو.»

ټاکل شوې ده، راتلونکې ټاکنې به د روان لمریز کال په تله میاشت کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x