نړۍ

منظور پښتين: د افغانستان او هند د استخباراتو په ملاتړ ګواښل کېږم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): منظور پښتين چې په پښتونخوا کې د پښتون غورځنګ مخکښ بلل کېږي، وايي د افغانستان او هند له استخباراتو سره په اړیکه تورنېږي او ګواښل کېږي.

هغه پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي، پاکستاني پوځ داسې څرګندونې کړې، چې د دوی غورځنګ د افغانستان او هند له استخباراتو ملاتړ تر لاسه کوي.

پښتين وړاندې زیاتوي د همدې تورونو پر اساس ده او د ده ملګرو ته ګواښونه شوي دي.

نوموړی د خپل سپیناوي په اړه وايي چې له هیچا سره استخباراتي اړيکي نه لري او یوازې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

د شنونکو په باور د ګډ حکومت د مشر له لوري پښتین ته منسوبه خولۍ پر سر کول او همدارنګه په ملي شورا کې د پښتين ظاهري ملاتړ هغه څه دي چې په پاکستان کې يې د پښتین مخالفینو ته پلمه په لاس ورکړه.

د دوی په باور افغان چارواکو دې ګام، چې ظاهراً يې د پښتين ملاتړ کاوه، خو اصلاً يې د هغه پر مبازره بده اغېزه وکړه.

منظور پښتين وړمه اوونۍ په پېښور کې پخپله لویه جلسه کې وویل چې دی به د حقونو د تر لاسه کولو پورې مبارزه روانه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid Ahmadzai

آي ربــه! مونږ د افغانستان د پاکستان په مظلومو پښتنو باندې وږاړو… مونږ یی‌ په کوم يوه درد خبری وکړو، د اسلامي آمت خو بيا د مظلومو پښتنو ټوله فضا دردونو، مصيبتونو او غمونو نيولى ده. خو يوه خبره مو په ياد ولری پښتنو وروڼو! چي د ظلم سلي نور نړیدلی، مات شوي دې، ظلم او ظالم ډېر ژوند نه لرې. الله ج) دی نور ټول مظلوم پښتانه په یو ټغر سره را ټول کړی

افغان

زه هم د حالاتو له ارزونو د منظور پشتون په اړه کی منفی فکر نه کوم مثبت هم نه شم کولایی، هغه شکونه دا دی : لمړی : دا د نشنل عوامی پارتی د عمران خان په مقابل کی د ووټونو ګټلو د پاره یو نوی ابتکار دی ، کله چه د غفارخان مفعول لمسی اسپندیار د ګورنردی دوره کی مشرف د اسپند یار په ترووو خبیر ، سوات او وزیرستان کی په زرونو او لکونو مسلمان پشتانه د طالبانو په نامه په شهادت ورسول او کورونه یی ورله په کنډوالو بدل کړل پښتنو نه یوآځی د غفارخان پارتی ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x