fbpx

دفاع وزارت: پاکستان وايي بیا پر افغان خاوره برید نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت وايي په خوست کې د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته پاکستان ورسره ژمنه کړې، چې بیا به پر افغان خاوره تېری نه کوي.

پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ د خوست په ځاځي میدان کې پر افغان عسکرو برید وکړ، چې دواړو لوریو پکې د تلفاتو دعوه وکړه.

ملي دفاع وزارت نه دي ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د برید علت څه و او پاکستاني چارواکو يې په اړه کوم عذر وړاندې کړی دی، خو ويلي يې دي، د بیا برید د نه کولو ژمنه يې ورکړې ده.

پاکستاني چارواکو وړاندې تر دې هم له افغان چارواکو سره ورته ژمنې کړې دي، خو پرلپسې يې پر کونړ توغندیز بریدونه کړي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په ارګ کې هم د ګډ حکومت له یو مشر محمد اشرف غني سره ژمنه وکړه چې دواړه لوري به د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري.

د دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش ویلي، د خوست په ځاځي میدان او پکتیا په ډنډ پټان کې يې په څلورو ستراتېژيکو سیمو کې افغان عسکر ځای پر ځای کړي دي.

پاکستان د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم لګولو کار روان ساتلی او کله کله په بېلابېلو ولایتونو کې تر صفري نقطې هم را وړاندې فعالیت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د