
ولسي جرګې د «پیسو مینځلو» قانون تصویب کړ
نن ټکی آسیا: ولسي جرګې د پیسو مینځلو قانون مسوده له سختو لانجو وروسته تصویب کړه. دغه قانون په ۸ فصلونو او ۷۰ مادو مشتمل دی.
د دغه قانون مسوده څو وار ولسي جرګې ته وړاندې شوه، خو د وکیلانو د نه شتون له امله به هر ځل له تصویبه پاتې کېدله.
که د پیسو مینځلو قانون مسوده تصویب شوې نه وای، ۶ ورځې وروسته به افغانستان د نړیوالو بانکونو په تور لیست کې راغلی وای او له زیاتو نړیوالو بندیزونه سره به مخ شوی وای.
په وروستیو ۶ ورځو کې باید د پیسو مینځلو د قانون مسوده د مشرانو جرګې څخه تصویب او د ولسمشر کرزي لخوا توشیح شي.
د افغانستان بانک رئیس به له ۶ ورځو وروسته دغه قانون په پاریس کې هغه نړیوال کانفرانس ته وړاندې کوي چې د «پيسو مینځلو» په اړه دائریږي، څو افغانستان د تور لیست څخه ووځي.
تر دې وړاندې چین د افغانستان بانکونو له دې امله «تحریم» کړي چې په دغه هېواد کې د «پیسو مینځلو» قانون تصویب شوی نه دی.
د پیسو سپینول یا د پیسو مینځل څه شی دي؟
د ناپاکو او ناقانونه پیسو څخه د پاکو پیسو جلا کولو ته د پيسو مینځل وايي، یا په بانک کې د خلکو هغه پیسې چې په ناقانونه لارو یې لاسته راوړې وي او په بانک کې يې ايښي وي، له دغو پیسو څخه د بانک پاکولو ته د «پيسو مینځل» وايي.
په دې مانا کله چې قاچاقبران، زوراکي، هغه کسان چې ګمرک نه ورکوي او نور خپلې «تورې پیسې» یا غیرقانوني پیسې په مشروعه لارو کې وکاروي او خپلې ناقانونه پیسې قانوني کړي.
یعنی دوی چې پیسې د قاچاقو، نشیي توکو او نورو غیرقانوني لارو پیدا کړې وي، دغه پیسې په مشروعه او جایز کارونو کې لګوي، لکه موټر، کور، ځمکه او نور پرې اخلي، د دغو قانوني شیانو تر اخيستلو ورسته دوی خپلې هغه پيسې چې له غیرقانوني لارو يې پیدا کړې وې او «تورې پیسې» وې په پاکو او سپينو پیسو بدلې کړې.
هو منویی چی دپیسومنڅلو قانون تصویب شو په چا باندی خپله دی پرځان دا قانون عملی کړی افسوز په داسی مشرانو چی څوکی یی په پیسو اخیستی وی نو هغه چی تراوسه یی دپلار اودهغه خپل دغویی ژغ دکلی په غوجل کی ورته دانتظار شپی سباکوی او دهقان یی دغیر قانونی پیسو په راټولو کي ډوب دي کله څانمرګی ته ملمه پالنه کوی اوکله غاسبینو سره مشوری کوی ههههههههههههههههه دوی اوس دپیسومینځلو قانون تصویب کړ دافغانانو ددښی راتلونکی په هیله
افغانون.ورورنه.تي.غوشتنه.سي.طالبانو.سفت.ولارسي.سوبوزلكيزي.يوبل.فا.نوم1
دوی خپله قانون نه پیژني هغه د پیسو سپینولو قانون….دا لکه په شرمښ چی رمه ساتي.