د رایه ورکوونکو د ثبت لړۍ

د ټاکنو لپاره د نوم لیکونکو ټکان ورکوونکې شمېرې

سپوږمۍ راډیو – تبصره

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې په دوو ورځو کې په ټول هېواد کې څه کم ۱۳ زره کسانو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې ده. دوی دا بهیر ښه ګڼي، خو شمېرې یوه جدي اندېښنه را برسېره کوي او هغه دا چې ډېر کم خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي.

د نوملیکنې لپاره ټاکل شوی وخت دوې میاشتې دی. په دوو ورځو کې ۱۳ زرو کسانو نوملیکنه کړې ده. که هېڅ رخصتي او ستونزه پېښه نه شي او پروسه همداسې دوام وکړي، نو په یوه میاشت کې دا شمېرې ۱۹۵ زرو ته رسېږي. دا شمېرې به په دوو میاشتو کې ۳۹۰ زرو ته ورسېږي. د دې لپاره چې ټوله موده دوې میاشتې ده، نو یوازې ۳۹۰ زره کسان به په ټاکنو کې برخه واخلي. که په راتلونکو ورځو کې په نوملیکنه کې سل سلنه زیاتوالی راشي، بیا هم دا شمېره یو میلیون ته نه رسېږي. که د ټاکنو کمېسیون دا موده یوه میاشت، دوې میاشتې او ان درې میاشتې نوره هم وغځوي، نو بیا هم تر یو نیم میلیون زیات کسان نوملیکنه نه کوي. په دې ډول به یو نیم میلیون کسان په ټاکنو کې برخه اخلي چې دا به د څه باندې دېرشو میلیونو کسانو څه ډول استازیتوب وکړلی شي!؟ وېره ده چې ان تر دې کم کسان به برخه اخلي، ځکه چې که په لومړیو ورځو کې دومره کمو کسانو نوملیکنه کړې ده، نو څه تضمین شته چې په راتلونکو ورځو کې به په همدې کچه کسان نوملیکنه کوي؟ د ټاکنو کمېسیون وايي چې تر ۱۴۰۰ زیات مرکزونه یې پرانیستي چې په دې ډول هر مرکز ته په ورځ کې یوازې پنځه کسان ورغلي او نوملیکنه یې کړې ده. په دې کې ښايي لویه برخه خپله د ټاکنو کمېسیون اړوند کارکوونکي او یا هم د مرکزونو ساتونکي وي. د نوملیکنې پروسه په ښارونو کې پیل شوې، کله چې په ښارونو کې دا حال وي، نو په کلیو کې خو بیا تر دې حالت بد ښکاري.

دا یو رښتینی او جدي ګواښ دی او دا ښيي چې راتلونکې ټاکنې له څه ډول برخلیک سره مخ دي. د دې حالت تر ګردو لوی لامل تېرې ټاکنې دي چې د خلکو پر رایو معامله وشوه او د خلکو د غوښتنې، ارادې، رضا او رایې خلاف یو ناقانونه حکومت پر خلکو وتپل شو. همدې چارې خلک ناراضه او پر ټاکنو بې باوره کړل. د دې تر څنګ د ټاکنو کمېسیون حکومتي کول او پکې د حکومت پراخې لاسوهنې هم د دې لامل شوې چې خلک پر ټاکنو او د ټاکنو پر کمېسیون باور له لاسه ورکړي او ټاکنو ته کم کسان نوملیکنه وکړي. درېیم لامل یې دا هم دی چې دا پروسه سخته او لانجمنه ده. ډېری خلک تذکرې نه لري چې دا مخامخ پر دې پروسې اغېز کوي. له بله اړخه د اوسنیو وکیلانو کړنې هم د دې لامل شوې دي چې خلک د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته زړه ښه نه کړي. د دې تر څنګ امنیت او نورې ستونزې هم شته چې د رایې ورکولو لپاره د خلکو د کمې نوملیکنې د لاملونو په توګه یادېدلی شي.

پوښتنه دا ده چې اوس به د دغه ګواښ او دې فاجعې مخه څنګه نیول کېږي؟

د ټاکنو کمېسیون یوازې هیله ښيي چې دا شمېرې به لوړې شي او ډېر خلک به ګډون وکړي، خو پر ځمکه واقعیت بل ډول دی. دا هغه پوښتنه ده چې حکومتي چارواکي او د ټاکنو کمېسیون باید ورته په هیلو نه، بلکې د ځمکنیو حقیقتونو په رڼا کې ځواب ووايي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د