fbpx

ټاکنې؛ پر مرکز سربېره ولایاتو کې هم د نوم لیکنې بهیر کمرنګه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): په مرکز کابل کې د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې سستې پروسې ټاکنیز بنسټونه انډېښمن کړي دي.

د دې تر څنګ په ولایاتو کې هم د نوم لیکنې لپاره د خلکو ګډون کمرنګه ښکاري، پژواک خبري اژانس د شمالي ولایت فاریاب په اړه لیکلي چې مدني فعالان يې د نوم لیکنې سست بهیر اندېښمن کړي دي.

د سرچينې په وینا د مدني ټولنو د شبکې غړي امین الله انتظار ورته ویلي، چې د امنیتي ګواښونو تر څنګ د پارلماني استازیو د تېرو ټاکنو د ژمنو نه پوره کېدل او د تذکرې ټاپه کول هغه څه دي چې خلک نوم لیکنې ته زړه نه ښه کوي.

د هغه په وینا طالبان هم پخپلو سیمو کې او د لویو لارو پرسر د تذکرو پوښتنه کوي، چې خلک له وېرې هم نه غواړي د ټاکنو د نوم لیکنې لپاره خپله تذکره ټاپه کړي.

انتظار پژواک ته ویلي، هیڅوک هم حاضر نه دي، چې د وکیلانو د تشو وعدو لپاره له خپل سر سره لوبې وکړي.

په بل شمالي ولایت پروان ولایت کې هم د نوم لیکنه پروسه سسته روانه ده.

د دې ولایت په مرکز کې په ټولو ۳۶ مرکزونو کې له تېرې شنبې راهیسې یوازې ۲زرو تنو خپل نومونه ثبت کړي، چې لا هم ډېر بلل کېږي.

په پلازمېنه کابل کې په یاده موده کې یوازې ۱۳زرو نفرو خپل نومونه لیکلي چې ان ولسي جرګه يې اندېښمنه کړې ده.

تېره ورځ د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم وویل چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په برخه کې خلک زړه نه ښه کوي.

د شنونکو په باور د تېرو ټاکنو جنجالي ناندریزو پایلو په افغان ولس کې پر ټاکنیزه پروسه پاتې باور هم له منځه یووړ.

هم مهاله طالبانو هم ټاکنې یوه «تېر ایستونکې پروژه» بللې او پر ولس يې غږ کړی چې په دې ټاکنو کې ګډون د «هېواد له اشغالګرو سره مرسته کول دي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د