نړۍ

عراق: ولسي پاڅون کوونکي د پلازمېنې بغداد هوايي دګر ته ورسېدل

نن ټکی اسيا: د عربي رسنيو له قوله د عراق ولسي پاڅون کوونکي د پلازمينې بغداد هوايي ډګر ته ورسيدل او د ډګر شمال لور سخته نښته روانه ده.د سختې خونړۍ جګړې له امله د بغداد نړيوال هوايي ډګر تر بريد لاندې دی او پر مرکزي ودانۍ يې د هوانونو بريدونه روان دي.

سرچينه زياتوي، چې د خونړۍ جګړې له امله د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته، خو دم ګړۍ د بغداد نړيوال هوايي ډګر ټول پروازونه منسوخ شوي دي.

 د سني ولسي پاڅون کوونکو وياند ابو عبدالنعيمي رسنيو ته ويلي، چې د دوی نظامی ځواکونو د پلازمېنې بغداد پر لور چټک حرکت پيل کړی او ډېر ژر د بغداد زړه ته ورسيږي.

د نوموړي پاڅون وياند ابو عبدالنعيمي وايي، چې صلاح الدين، الحويجه، الرشاد او ديالي ټولې سيمې د دوی تر ولکې لاندې دي او بعقوبه ښار د نيولو لپاره يې درنه جګړه پيل کړې ده.

د يو بل خبر له مخې د اسلامی دولت ځواکونو او حکومتي پوځ تر منځ له سختو نښتو وروسته د اسلامي دولت ځواکونو تلعفر ښار په مکمله توګه نيولی دی.

موصل څخه يو خبريال محمد احمد الجزيرې ته ويلي، چې تلعفر ښار په مکمله توګه د حکومت له واکه وتلی او اوس د اسلامي دولت د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

رويترز خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله وايي، چې تلعفر کې سخته ليونۍ جګړه روانه ده او ډېری برخه يې اوس د اسلامي دولت له ځواکونو سره ده.

د يادونې وړ ده، چې تلعفر هغه سيمه ده چې ډېری اوسيدونکي يې شعيه ترکمنان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x