د هوږې بله ګټه، د مخ دانې او داغونه پرې له منځه یوسئ!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۷ل): هوږه په عام ډول زمونږ په پخلنځي کې موندل کیږي، یوازې په خوړو کې یې استعمالوو، خو په تېرو وختونو کې ټولو پېژندلو شوي حکیمانو د زیات شمېر ناروغیو لپاره هوګه د درمل په توګه کاروله، اوسنې ساینس هم ثابته کړه چې هوږه بې شمېره روغتیايي ګټې لري.

د هوږې روغتیايي ګټې په لاندې ډول دي:

هوږه اوومه خوړل د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښ درد اراموي، د عصبي ناروغیو مخه نیسي، د زکام مخه نیسي، وزن کنټرول ساتي، د وینې فشار نورمالوي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت زیاتوي، ویښتانو لپاره ګټوره ده او داسې نورې یو شمېر طبي ګټې لري.

خو دلته یې مونږ په یوه داسې ګټه خبرې کوو چې تاسې ته به نوې وي او حیران به مو کړي..

له دې څخه ډېر کم خلک خبر دي چې هوږه د مخ دانو ختمولو کې څومره مهم رول لري، که هوږه په ځانګړي ډول د مخ دانو ختمولو لپاره استعمال کړئ حیرانونکې ګټې به یې ووینئ.

پر مخ د دانو داغونو ختمولو لپاره د هوږې دانې راواخلئ، پر منځ یې دوه ځایه کړئ او په داغي ځایونو یا دانو باندې یې سوکه سوکه ومښئ، خو له استعمال وړاندې ددې پر سر داسې کوم مواد واچوئ چې د مښلو پر وخت د هوږې اثرات او ځګ راوځي.

ددې استعمال دومره ګټور دی چې ددې کار سر ته رسولو نه څو دقیقې وروسته به له مخ څخه دانې او داغونه ورک شي.

او که چیرې پر مخ مو دانې غټې وي، بیا د شپې بیده کیدو نه وړاندې د هوږې دانې چې دوه ځایه مو کړې وي، پر دانو ومښئ او بیا یې سهار له پاڅېدو سره سم پریمنځئ، دانې به مو ختمې شي.

که چیرې پر دغه عمل ترسره کولو سره یوه ورځ کې اثر ونه ښودل شو ددوهم ځل لپاره یې بیا تجربه کړئ.

د آج نیوز راپور له مخې د طب متخصصین وایي چې په هوږه کې د سیفیک ضد، باکتریاو ضد او فنګل (fungal) ضد ځانګړتیاوې شتون لري، او دغه ځانګړتیاوې پر مخ شته داغونه او دانې له منځه وړلو کې مرسته کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

ماشاالله ډیر ښه الله پاک داټول بوټی او خواړه د انسانانو د ګټو لپاره پیدا کړی دی خو که څوک یی په ګټو پوه شی نو لری نده چی هیڅ کله به ناروغ نشی مننه د تاسی له ګټورو معلوماتو څخه.