fbpx

د حکومت ضد لاريون کوونکو د کندوز – بغلان لاره تړلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): په بغلان کې د حکومت ضد ګڼو لاریون کوونکو د کندوز بغلان تر مځ غځېدلې لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاريون کوونکي چې د حکومت ضد شعارونه ورکوي، د دریو ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې راوتلي دي.

دوی وايي چې دغه ملکي وګړي په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي قدرت الله ذکي د ساتونکو له لوري له طالبانو سره له جګړې وروسته ووژل شول.

سلام وطندار د لاریون کوونکو په حواله وايي چې طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د قدرت الله ذکي له ساتونکو سره نښته وکړه، چې د هغه ساتونکو پر ولسي وګړو ډزې پیل کړې.

سرچينه دا معلومات د بغلان یوې امنیتي سرچينې له لوري هم تایید شوي بولي.

قدرت الله ذکي وايي چې وژل شوي کسان طالبان دي او په هغه ساحه کې چې پر ده برید شوی ملکي وګړي موجود نه و.

د تخار پر دې وکیل د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبه غونډۍ سیمه کې پرون برید وشو، چې مسؤلیت يې طالبانو ومانه.

لاریون کوونکي وايي چې د ولسي وګړو قاتلین د ښاغلي ذکي ساتونکي دي، چې باید قانوني چلند ورسره وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د