افغانستان

ولایتي شورا: غزنی د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي د ښار پر دفاعي پوستو د طالبانو پرلپسې بریدونه په ډاګه کوي چې دا ولایت هم د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی.

طالبانو تېره شپه د غزني ښار د دفاعي پوستو له ډلې په خشک سیمه یوه پوسته نیولې او پکې مېشت عسکر يې وژلي او ټپیان کړي دي.

د غزني د ولايتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي په غزني کې کمزوری مدیریت د دې سبب شوی چې طالبان د ښار پر پوستو بریدونه کوي.

د هغې په وینا د غزني والي او امنیه قومندان پخپله د نا امنۍ علتونه دي، په وینا يې که له دندو لرې نه شي نو د دې ښار وضعیت به لا ترینګلی شي.

طالبانو هم په غزني کې د تېرې شپې د نښتې پخلی کړی او ویلي يې دي، د خشک په یوه پوسته کې يې درې پولیس وژلي، پینځه ټپيان کړي او نور تېښتې ته اړ کړي دي.

تېره پنجشنبه د غزني خواجه عمري ولسوالي هم د طالبانو د خونړی برید شاهده وه، چې پکې د دې ولسوالۍ د امنیت امر او ولسوال هم ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x