نظــر

پرلټونه؛ د امنیت شورا ولسي پروژه!

ولی الله روفي

په پښتونخوا کې د پښتون غورځنګ له دوام سره په پلازمېنه کابل کې هم ظاهراً د منظور پښتين په ملاتړ د پرلټ په نامه په خیمو کې د سیلفي اخیستلو یوه لنډه ګرمه دوره تېره شوه، ګډونوالو يې ځانونه پر قوم قربان بلل او په دې ډول يې له پښتين سره د شریکېدو غږ کاوه، د دوی په تقلید ملي شورا او ان پخپله محمد اشرف غني د حماقت دا ګام پورته کړ، چې له پښتین سره يې د شراکت په پلمه سرې خولۍ پر سر کړې، خو پښتين پرون وویل چې د همدې ټوکو او سیلفیانو په تاثر پاکستانی پوځ دی د هند او افغانستان د استخباراتو په ملاتړ تورنوي او د ده په خبره مبارزه يې ګواښل کېږي.

له کابله وروسته په هلمند کې په همدې تقلید ګام واخیستل شو، چې دوی بیا پرلټ د سولې لپاره باله، خو ګډونوال يې ډېری هغه ځوانان و، چې یا يې اوس هم دولتي دندې درلودې یا هم دولتي مامورین پاتې شوي و، دوی دا خېمه د سولې بلله او د سولې غږ يې هم یوازې د جګړې په یوه اړخ کاوه، د دوی غږ ډېر ژر رسنیز شو او ازادي راډيو خو پرلپسې پرې څو مسلسل راپورونه خپاره کړل، دوی طالب د جګړې علت باله او زارۍ يې ورته کولې چې که طالب وسله پر ځمکه کېنږدي، دوی به په ډوډۍ څکه ونه کړي، خو بیا يې د دې اعتصاب درک ونه لګید، له هلمند وروسته په غزني، کندوز، پکتیکا او ځینو نورو لایتونو کې هم ورته ګامونه واخیستل شول، له هغوی سره چې په دې خېمو کې يې سیلفیانې نه اخیستلې، دا پوښتنې را ولاړې شوې چې دا ګام څه موده وړاندې ولې نه اخیستل کېده؟ څنګه داسې یو دمي اقدام شو؟ څنګه یوازې پر یو طرف غږ کېږي؟ څنګه يې رسنیز پوښښ داسې پراخ دی؟ او…

دا پرلټونه له کابله د امنیت شورا کارکوونکو را پیل کړل، دوی په ښکاره د وطندوستۍ، سولې او په پښتونخوا کې د منظور پښتين د ملاتړ ناره کوله، خو له دې سره هم مهاله په پکتیا کې د ګډ حکومت د یوه مشر محمد اشرف غني له خولې ووتل، چې ولسونه دې د سولې په برخه کې د فشار ډېرولو لپاره کار وکړي، تازه د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې دا پرلټونه د دوی د زیار پایله ده، له دې سره هم مهاله ځينو سرچينو د امنیت شورا د پراخ مالي ملاتړ خبر هم ورکړی چې نږدې ټولو ولایتونو په تېره بیا هلته چې د طالبانو نفوذ ډېر دی، فنډ استول شوی چې خېمو ته راغلي ځوانان پرې ونازول شي.

دا پرلټونه که منصفانه پرمخ تللی ښايي ښې اغېزې يې کړې وای او د بین الافغاني تفاهم لپاره به يې د بهرنیانو/حکومت او طالبانو تر منځ د یو درېیمګړي رول لوبولی وای، خو کیسه داسې نه ده، بلکې هر پرلټ پخپلو لیکو شعارونو یوازې د جګړې په یوه اړخ د سولې په نوم د تسلیمۍ نارې وهي، چې پروژه‌يي شکل يې لا ډېر جوتېږي، دا ښايي د نېکولسن د هغو فشارونو یوه برخه وي چې د تېر میلادي کال له وروستیو را هیسې يې تبلیغاتي اړخ ورکړی او تازه يې لا نورې نادرې هم ویلي دي، خو سره له دې چې دې پرلټونو کې ډېر داسې ځوانان هم استخدام او غولول شول چې وړاندې تر دې د دولت د کومې پروژې ښکار شوي نه و؛ خو بیا يې هم اغېز نه جوتېږي او حتی پر طالبانو خو يې د تاثیر خبره اصلاً د بحث وړ نه ده، هغوی لا د هلمند پرلټیانو ته په اخطاري شکل اعلامیه هم صادره کړه چې اصلاً یې پر ټولو پرلټيانو غږ کړی چې ګواکې د سولې لپاره د مذاکراتو ادرس مو خطا کړی، دوی د امریکا د سفارت پر ځای یوازې طالب ته د سولې تر نامه لاندې د تسلیمۍ سروڼی غږوي.

د حل لپاره او د دې په خاطر چې د امنیت شورا پیسې مصرف شوې وي او دا پرلټي ځوانان هم پروژه‌يي نه وي معرفي شوي، ښه به دا وي چې د هېواد په سطحه د ځوانانو او قومي مخورو داسې یو ډله سره راټوله کړي چې د درېیمګړي رول ولوبوي، د امریکا سفارت کې د امریکايي اډو په اړه د هغوی نظر واوري، طالب ته ورشي او د جګړې د ممکنه اوږدېدو مخه ونیولی شي، خو که د جګړې پر یو اړخ غږېږي هغه به حتماً دا خلک د هغه بل طرف وبولي او منطقي قضاوت همدا دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx