نړۍ

شاهد: اسلام اباد او لاهور به د باردو پر اور لولپه کړو

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد پاکستاني حکومت ته ګواښ کړی، چې پر شمالي وزيرستان د پوځي عمليات پر خلاف به پلازمېنه اسلام اباد او لاهور سور تنور او د اور په لمبو کې لولپه کړي.

له امريکا خپرېدونکې نيوزويک مجله سره په يوه مرکه کې شاهد ويلي، چې شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې بې دفاع ولسي وګړي وژل کيږي او پړه يې ټوله د پاکستان پر پوځ او لومړي وزير نواز شريف پر غاړه ده.

 شاهد زياتوي، چې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات د امريکا او لوديځو هيوادو په غوښتنه پيل شوي، چې تر اوسه پکې ګڼ بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شاهد ګوتڅنډنه وکړه، چې دوی به هره دولتي ودانۍ په نښه کوي او هر دولتي غړی به د دوی د بريدونو ښکار وي.

شاهد زياته کړه، چې د دوی ستر هدف به پلازمينه اسلام اباد او د پاکستان ستر ښار لاهور وي.

د سولې او مذاکراتو وخت ولاړ
شاهد وايي، چې دوی تر ډېره د سولې لپاره هلې ځلې وکړې، مګر حکومت د دوی له ښه اخلاقو ناوړه ګټه واخيسته او د اوربند پر مهال يې هم د دوی ملګري وژلي او بنديان کړي دي.
نيوزويک د شاهد له قوله وايي، چې نور د سولې وخت تېر شو او له دې وروسته پاکستاني حکومت سره د سولې او مذاکراتو ټولې لار چارې بندې شوې او اوس به دا جګړه د مرګ او ژوند جګړه وي.
د مذاکراتو پيل او خنډونه
څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف د يو ټول ګونديز کنفراس له لارې ټولو سياسي ګوندونو څخه هوکړه اخيستې وه، چې پاکستاني طالبانو سره به مذاکرات کوي او دغه لړۍ پيل او تر يو وخته و چليدله.
د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ خبرو اترو کې لومړی خنډ هغه مهال راپيدا شو، چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود د امريکا بې بيلوټه طيارې بريد کې و وژل شو.
د نوموړي له وژل کيدو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره له خبرو اترو انکار وکړ، مګر د حکومت له پرله پسې باور او ډاډ وروسته پاکستاني طالبان يو ځل بيا د خپلو ټاکل شويو مرکچيانو په واسه حکومت سره خبرو اترو تيار شول.
په دې اړه څو ځل د دواړو لوريو تر منځ غير مستقيمې خبرې اترې هم وشوې، او څو ځل دغه خبرې د اړي ګړي ښکار شوې.
د پاکستان ټولو علماوو او ګوندونو له طالبانو وغوښتل، چې حکومت سره دې اوربند اعلان کړي او طالبانو د علماوو او مخورو سپين ږيرو خبرو ته په درناوي، د حکومت پر خلاف يو مياشتی اوربند اعلان کړ.
مګر د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد څو څو ځل رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې حکومت اوربند ته درناوی نه لري او د اوربند پر مهال هم د دوی ملګري وژني او بنديانوي.
د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ خبرې اترې هغه مهال بيخي شنډې شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز له پاکستاني حکومت په کلکه غوښتنه وکړه، چې شمالي وزيرستان کې دې د طالبانو او بهرنيو وسلوالو پټ ځايونه له منځه يوسي.
له هغه وروسته پاکستاني پوځي طيارو څو ځل پر قبايلي سيمو بمبار وکړ، خو رسما د پوځي عملياتو اعلان يې لا نه و کړی.
د سترو پوځي عملياتو پيل
تېره اوونۍ د کراچۍ پر نړيوال هوايي ډګر ډله ييز وسلوال بريد وشو، چې د لسو بريدګرو په ګډون پکې شاوخوا څلويښت دولتي کسان و وژل شول او ډېرو حکومتي تاسيساتو ته پکې زيان واوښت او د نوموړي بريدونو مسؤوليت پاکستاني طالبانو او د ازبکستان اسلامي غورځنګ پر غاړه واخيست.
له هماغه وخت پاکستاني حکومت اعلان وکړ، چې شمالي وزيرستان کې به د طالبانو او د دوی د بهرنيو ملګرو پر خلاف پوځ عمليات پيلوي.
د پوځي عملياتو تلفات
د پاکستاني پوځ له قوله په دغو عملياتو کې تر اوسه نژدې دوه سوه وسلوال وژل شوي، مګر د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد وايي، چې نوموړو بريدونو او بمباريو کې ولسي وګړي وژل شوي دي او د دوی ټول ملګري په په غرونو او سمڅو کې خوندي دي او تر اوسه هيڅ يو نفر ته پکې زيان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x