
غور کې درې تنه مسافر وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې پېښه د هرات – غور په لویه لاره د غور د مرکز اړوند په «بره خانه» سیمه کې شوې ده.
د غور د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي هم وايي چې لومړی د مسافرو فلاینګ کوچ ډوله موټر درول شوی وروسته يې پر سپرلۍ ډزې شوې دي.
دوی وايي چې د پېښې د څېړلو لپاره يې پلاوی سیمې ته تللی دی.
د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو وژل شوي کسان په هزاره قوم په اړه لري.