افغانستان

د غزني والي د طالبانو ځايي قاضي ته عریضه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): ارګ ته نږدې رسنۍ وايي د غزني والي عبدالکریم متین د یو هوټل پر سر را ولاړه شوې لانجه د حل لپاره د طالبانو ځايي قاضي ته وړاندې کړې ده.

د سرچینې په وینا د غزني والي د اندړو ولسوالۍ له یو تن اوسېدونکي قیام الدین سره پر شریک هوټل لانجې ته رسېدلی، چې د دولتي پرېکړې له مخې د غزني والي ملامت بلل شوی، خو هغه پر خپلو قضايي ارګانونو د فساد له امله باور نه دی کړی.

ښاغلي متین دعوه طالبانو ته وړاندې کړې او د طالبانو د ځايي محکمې له مخې په پرېکړه کې قیام الدین ملامت بلل شوی، خو هغه دعوه کوي چې د غزني والي د طالبانو محکمې ته رشوت ورکړی دی.

غزني چې د ښار د څنډو په ګډون يې د ګڼو ولسوالیو بشپړ واک له طالبانو سره دی، وړاندې تر دې يې هم اوسېدونکو پر طالبانو خپلې ستونزې حل کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې هلته لومړی درجه دولتي مسؤل خپله پرېکړه پر طالبانو کوي.

سرچينه وايي د غزني والي ډاډ ښوودلی چې د دوی د محکمو په پرتله د طالبانو محکمې با انصافه او ژر پرېکړه کوونکي دي، هلته کوم فساد شتون نه لري.

د غزني ځايي طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، او نه هم د غزني والي تر اوسه کوم غبرګون ښوودلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

الحمدلله

اجمل

دا خو ښکاره خبره ده چه اوسنی اداره کی نه څوک له اسلام او نه څوک له دموکراسی خبر دی نو نه په الهی او نه دجالی عدالت اګاهی لری

عبدالولی (فهیم)۰

د اوسینی مزدور دولت قضا خو معلومداره ده چی په اسلامی شریعت ولاړه قضا نده او پلیت امریکایانو جوړه کړی او تر شای ولاړ دی او بله خبر دا چی د یو عادی قاضی څخه نیولی تر قاضی القضات او لوی څارنوال پوری ټول په فساد ککړ کسان دی د دوی پریکړه هیڅ کله د اعتبار وړ نده ځکه فاسد خلک دی.یو عادی ستونزه یو کال کی هم نه حل کیږی. د طالبانو محکمه د هیواد جید علما پر مخ بیایی او د اسلامی شریعت په رڼاکی فیصله اعلانوی یوه ډیره ستونزمنه لانجه په لڼډ وخت کی پای ته رسوی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x