fbpx

د شین چای روغتیایي ګټو لامل څه دی؟ د یوې میرمنې کیسه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۷ل): له عمر تېریدو سره د وزن زیاتېدل طبیعي رامنځته کیږي، خو کله چې غټوالی تر اندازې زیات شي یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي او د بدن لپاره مرګونې ثابتیږي.

بیا باید ددې په اړه فکر وکړل شي، ځکه چې له اندازې زیات چاغوالي څخه د شکر، سرطان، زړه ناروغۍ، همدا ډول د لوړ فشار او یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کیږي چې انسان له طبیعي حالته غورځوي او دفاعي سیستم یې هم له منځه وړي.

خو ستونزه داده، کله چې وزن کمول وغواړو څه باید ترسره کړو؟ داسې یوې میرمنې خپله د وزن کمولو کیسه د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې ته کړې، هغه وایي:

په ماشومتوب کې مې تر ټولو ښه صحت درلود، مګر ناڅاپه مې وزن په غټېدو شو، زه لا بالغه نه وم چې وزن مې ۷۰ کیلو ته رسېدلی و، زما د صحت کچه یې سخته اغیزمنه کړه، زما ناڅاپه چاغوالي یوازې زما کورنۍ اندیښمنه نه کړه، بلکې زه په چاپيریال کې د ملګرو د خندا او ریشخند شوم، چا به په یوه نوم نومولم چا په بل، یو شمېر اندیښنې راسره پیدا شوې، تر دې دمه مې د چاغوالي مخنیوي لپاره هیڅ کومه نسخه په کار نه وه اچولې، خو چې په کومه ورځ د ملګرو له ریشخند او خنداګانو سره مخ شوم پریکړه مې وکړه چې پخپل ژوند کې بدلون راولم، او خپل وزن نورمال کړم تر څو بیرته خپل پخوانی صحت ترلاسه کړم.

کوښښ مې وکړ، که څه هم ستونزمن و، یو شمېر نسخې مې په منظمه توګه په کار واچولې، ورزش کول، پرهیز کول، مناسب خواړه خوړل او داسې نور، چې یو څه اندازه وزن مې راکم کړ.

خو ددې هر څه ترڅنګ مې د ورځې په اوږدو کې د یوې میاشتې لپاره مسلسل درې پيالې شین چای څکل پېل کړل، (خپل روزونکي مې له درې پيالو څخه د زیات شین چای نه څکلو مشوره راکړې وه)، هماغه وو چې له هر څه پرته مې شین چای پر بدن ډېر اغیز وکړ، او زما د وزن کمولو کې يې پوره مرسته وکړه، او زما بدن یې پخواني حالت ته راوست، له پوستکې مې رامنځته شوی غونجوالی ختم شو او روغتیا مې سالمه شوه.

د ټایمز آف انډیا راپور له مخې د روغتیا کارپوهانو لخوا سپارښتنه کیږي چې شین چای آکسایډ ضد ماده لري، ځکه چې دا له بدن څخه زهرجنې «ټاکسن» مادې خارجوي، شین چای د میتابولیک کچه لوړوي او د انسولین فعالیت ته وده ورکوي.

شین چای ددې میرمنې لپاره څه ګټه وکړه؟

بدن ته انرژي ورکوي

ددې میرمنې په خوله چې شین چای څکلو سره دې د بل وخت په پرتله ځان چست او انرژي لرونکی محسوس کړ، ترڅنګ یې صحت هم ښه شو، له شین چای څکلو نه وړاندې ددې میرمن پر مخ دانې او داغونه وو، چې د چای په وسیله له منځه لاړل، او مخ یې ځلیدونکی شو.

زهرجن مواد خارجوي

د طب متخصصین اکثره ناروغ ته د شین چای څکلو مشوره ورکوي، ځکه چې دا د اکسایډ ضد ماده لري،  او په دې سره له بدن څخه زهرجن مواد خارجیږي.

خیټه کموي

د شین چای یوه ځانګړنه داده چې د خیټې اضافي وازده له منځه وړي، ددغې میرمنې په وینا، چې د خیټې اضافي وازدې يې بیخي له منځه ولاړې.

پاملرنه: باید په پام کې ونېول شي چې شین چای په اندازه وڅکل شي، لکه څنګه مو چې په پېل کې وویل چې دغې میرمنې د متخصص په مشوره له درې پيالو څخه زیات شین چان نه څکلو، ځکه چې له اندازې زیات چای څکل معدې ته زیان رسوي، بدن کې د وسپنې کموالی رامنځته کوي او همدا ډول د خوب خرابولو او کمولو لامل هم ګرځي، نو باید له ۳ یا څلورو پيالو څخه د ورځې په اوږدو کې زیات شین چای ونه څکل شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

مننه له ښایسته او پوهنیز معلوماتو څخه.