افغانستان

طالبانو په هرات کې له خلکو د ګوتو پرې کول وغندل

نن ټکی آسیا:طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د دوی کسانو په هرات ولایت کې د یوولسو تنو څخه، چې ډېری سپین ږېري دي د رایه ورکولو په جرم ګوتې پرې کړې دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په پېښه کې د هر ډول لاس لرلو د رد ترڅنګ زیاتوي، چې دوی په دې پېښه خواشیني دي او د پېښي په تړاو یې جدي پلټنې پيل کړي.

د ښاغلي احمدي په خبره، د لومړنیو پلټنو څخه ورته جوته شوې، چې دا یو خپل سرې او د دوی په ضد د استخباراتي کړیو ناوړه چاره ده.
نوموړی وايي :«راپورونه خپاره شول چې دجوزادمیاشتي په ۲۴مه د هرات په ولايت کې د ۱۱ کسانو څخه په دې جرم دلاس ګوتې پرې شوې وې چې په انتخاباتو کې يې ګډون کړی وو، اسلامي امارت د پيښې په اړه په سیمه کې تحقيقات وکړل او ر وښانه شوه چې دایوخود سره عمل اویا د دښمن له لوري د مجاهدینو د بدنامۍ استخباراتي هڅه ده، ځکه چې نه داسلامي امارت د مسئولینو له لوري چا ته د داسې کولو امر شوی او نه هم دا د اسلامي امارت پاليسي ده.»
د طالبانو یاد ویاند د دې پېښي د غندنې ترڅنګ ویلي، چې دوی به هېچا ته د داسې کړنو اجازه ورنکړي، ځکه په شریعت کې د هر مجرم لپاره ځانګړې سزا او د هغې کیفیت معلوم دی.
نوموړي د ځينو رسنیو او نورو کړیو دا ادعا چې دا عمل یې دوی ته منسوب کړی ، هم په سختو تورو غندلی دی او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې دې د دوی په اړه د استخباراتي او تبلیغاتي خبرونو له خپراوي ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x