خـوږ درد

شاعر : حبیب الله تراب

درده څومره په ما ګران یې
درده څـومـره مـهـربان یې

درده لاس د مـینې راکـړه
درده څومــره قـدردان یې

درده زه لـه تا لــوګی شم
درده تـاتـه سپـیلنی شـم

درده داغ لـرم په زړه کـې
درده مړ یم چې ژوندی شم

درده تـه هغـه بـراق یې
درده تـه هـغـه وفاق یې

درده ما تـر جانان بــوزه
درده تـه هغـه رفـاق یې

درده ته د ژوند اغاز یې
درده ته د مینې راز یې

درده ته هـم عـجیبه یې
درده ته نغمه او ساز یې

درده زه پــه تـا میـن یم
درده دومره ګیله من یم

درده ما په غیږ کې واخله
درده سا راکړه خوږمن یم

درده تا چې څوک درد بولي
درده هـغـه ښه بـد بولي

درده سترګې یې ړندې شه
درده تــا چې څوک رد بولي

درده تـــه د سـبا څرک یې
درده تـه لـه ښکلا ډک یې

درده ځان دې راښکاره کړه
درده ولــې رانــه ورک یې

درده ته د مینې کـور یې
درده تـه د مینې زور یې

درده مـینـه درسـره ده
درده ته د مینې شور یې

درده تا مجنونان خپل کړل
درده تـا په عروج تلل کړل

درده تـه د هـیلـو بڼ یـې
درده تا زخمونه ښکل کړل

درده نن دې تراب ښاد کړم
درده نن دې تراب یـاد کړم

درده زه حـبیـب الـلـه تـراب
درده نـن دې تراب ساد کړم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د