شعـــــرونه

د طالب الهام دوه غزلې

غزل/طالب الهام

د ناز کیسې

ستورې موترڅنګ دي دفلک سره
وې کړلو تړون دمینې کلک سره

پرېږده مسافر د دېوال سېوری ته
شي به بیاراپورته دلمرڅرک سره

ځان دې کړه سینګارپه جهادي زېور
ښه ښکارې جانانه دټوپک سره

ګوري هسک پامیرپکې دخیال تصویر
کړي دنازکیسې اوس داټک سره

حال به موبیازړونه سره خپل وايي
سریښ چې کړوسینې لکه مېجک سره

خدایګو انسانیت درنه په تېښته دی
جوړېې دلکۍ اودکوتک سره

ماربه ماهی نشي په اوبوکې هم
تېرکه کړي ټول عمردسمک سره

داسې مطمئن به وي طالب الهام
نه به کړي زائل یقین په شک سره

غزل / طالب الهام

د عمر تنده

پرزړه ېې وړی نشم غمونه دې پرشاه اخلمه
دورک هدف په لورګامونه تربېګاه اخلمه

دورځې ووځم له کوره مزدوري کوومه
چې ماښام راشمه نوستړې ستړې ساه اخلمه

زه هم دخلکوپه څېرلاړشم دثواب بازارته
چې ترې راځمه نوغټ پېټی دګناه اخلمه

کتاب دمینې جوړوم په څوزرینوکرښو
دعشق عنوان دې له یاسین اوله طه اخلمه

دعمرتنده چې کړم ماته په کوثردمینې
درڼواوښکوله زمزم ندې میا اخلمه

مینه اوزړه به اقاله کړودثواب په خاطر
ته خپله مینه زه خپل زړه درنه تباه اخلمه

زه له ډېورن بیا تراټکه قناعت نکووم
زه ترډهلي پورې سرحدغواړم شاهراه اخلمه

ژبه دې راکړه چې بیعت وکړم دمینې درنه
طالب الهامه نوربه څه درنه ګواه اخلمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x